حزب اسلامي وايي په افغان ځواكونو يې هيڅ بريد نه دى كړى

حزب اسلامي وايي په افغان ځواكونو يې هيڅ بريد نه دى كړى

د ګلبدین حکمتیار د ډلې لخوا د سولې خبرو ته راغلی استازی امين كريم وايي، دوی غواړي له افغانستان څخه بهرني سرتیري ووځي، خو دا یې د سولې د خبرو د پیل لپاره شرط نه دی.

له حكمتيارسره په خبرو كې پرمختګ شوى

له حكمتيارسره په خبرو كې پرمختګ شوى

د سولې عالي شورا وايي د ګلبدين حكمتيار په مشرۍ له اسلامي حزب سره د سولې شورا خبرې اغيزناكې دي او ښه پرمختګ يې كړى، د سولې شورا مرستيال وايي په يو لړ چارو هوكړه شوې او بله ناسته به په راتلونكې اونۍ كې ترسره شي، د سولې شورا مرستيال وايي نړيواله ټولنه بايد په ګلبدين حكمتيار ټول لګول شوي بنديزونه لغوه او د سولې له هڅو ملاتړ وكړي. هغه وايي بشپړ باور لري چې په را تلونكې ناسته كې به هوكړې ته ورسيږي.

له ګلبدين حكمتيار سره د سولې خبرې اتيا سلنه پرمخ تللې

له ګلبدين حكمتيار سره د سولې خبرې اتيا سلنه پرمخ تللې

هغه وايي : "تقریباً اویا تر اتیا فیصده خبرې له اسلامي حزب سره مخکې تللي دي، دوه درې مسئلې چې موجودې دي په بلې غونډه کې به ورباندې بحث وشي، هیله مندي زیاته ده چې له اسلامي حزب سره هوکړې ته ورسیږو."

په ننګرهار كې ۵۳ وسله وال له دولت سره يوځاى شول

په ننګرهار كې ۵۳ وسله وال له دولت سره يوځاى شول

په ننګرهار كې د سولې له پروسې سره د وسله والو طالبانو د يوځاى كيدو په لړ كې دا ځل هم څلور محلي قوماندانان له خپلو كسانو سره له دولت سره يوځاى شول.

په كابل کې د (جي ۷+) غونډه جوړه شوه

په كابل کې د (جي ۷+) غونډه جوړه شوه

ولسمشر وويل په امنيتي برخه كې هم يو شمير كسانو په غير قانوني كارونو سره واك انحصار كړى و او ډيرې پيسې يې پيدا كړې دي. هغه د بروكسل د تيرې ورځې بريدونو ته په نغوتې سره وويل ټول هيوادونه بايد د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه كې يولاس او ودريږي.

پاکستان د سولې خبرو له کوربتوبه په شا شو

پاکستان د سولې خبرو له کوربتوبه په شا شو

د دغه رپوټ له مخې پاکستاني چارواکي وايی دا هیواد یوازې د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرولو په برخه کې همکارې ته ژمن دی، که څه هم په دې وروستیو کې رپوټونو روښانه کړه چې د طالبانو اصلي ډلې د سولې خبرو ته چندان چمتو نه دي.

ملګري ملتونه وايي طالبان سولې ته چمتو نه دي

ملګري ملتونه وايي طالبان سولې ته چمتو نه دي

هايسم وايي بې كاري او مخ په ځوړ اقتصادي حالت ، جګړې او نا امنۍ او د سياستوالو ترمنځ د نظراختلاف چې له امله يې خلك پر حكومت بې باوره شوي دي. هغه وايي افغانستان بايد داخلي ستونزې حل او په راتلونكي دوبي كې افغانستان بايد وكړاى شي د وارسا او بروکسل په غونډو کې مالي ملاتړ ترلاسه كړي.

ولسمشر وايي سوله ستراتیژیکه حوصله غواړي

ولسمشر وايي سوله ستراتیژیکه حوصله غواړي

ولسمشر وایي د افغانستان جګړه سیمه ییز او نړیوالو اړخونه لري نو له همدې امله وخت او حوصلې ته اړتیا لري. نوموړي وویل د سولې اوسنې بهیر به په افغانستان کې د جګړې اصلي لوري روښانه کړي او په دې اړه په څلور اړخیزه ناسته کې پریکړه شوې چې د هغو پروړاندې به ځواک کارول کیږي چې سوله نه کوي.

یوناماچمتو دی چې د راتلونکو ټاکنو بودجه ورکړي

یوناماچمتو دی چې د راتلونکو ټاکنو بودجه ورکړي

ښاغلي نورستاني، د ټاکنیزو کمېسیونو د تشکیل، دندو او واکونو په اړه د افغان ولسمشر نوی تقنیني فرمان غیر قانوني وباله او یو ځل بیا يې ټینګار وکړ، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون اوسني چارواکي به تر هغې خپلو دندو ته دوام ورکړي، چې د دندې شپږ کلنه موده یې بشپړه شوې نه وي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي د ځوانانو د ستونزو د حل تګلاره یې جوړه کړې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي د ځوانانو د ستونزو د حل تګلاره یې جوړه کړې

کمال سادات وایي له څو نړیوالو بنسټونو سره یې په هیواد کې د ننه د افغان ځوانانو لپاره د کاري زمینو د پیداکولو تړونونه هم لاسلیک کړي دي.