د کانکور پایلې په یکشنبه اعلانیږي

د کانکور پایلې په یکشنبه اعلانیږي

د لوړو زدکړو وزارت ویاند محمد امین فیصل وايي: “د کانکور د پايلو د اعلان ځنډ ډېر په ګټه و ځکه چې په دې وخت کې موږ وکولای شول چې په بشپړه توګه د جعل کاريو مخه ونيسو او په راتلونکو کلونو کې جدي تصميم نيول کېږي چې د کانکور په پايلو کې ځنډ رانه شي او د اوسنيو درسونو سېستم د کرېډېټ سېستم دی، نو د محصلينو په درس کې ستونزه نه راځي.”

د ننګرهار پوهنتون شل جريبه ځمكه غصب شوې

د ننګرهار پوهنتون شل جريبه ځمكه غصب شوې

د ننګرهار پوهنتون رييس ببرک مياخېل وايي د پوهنتون د غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو په اړه يې هڅې پيل کړې دي.دى وايي: ((د پوهنتون شمالي لوري ته د پوهنتون کابو ۲۰ جريبه ځمکه غصب شوې ده، موږ په دې تړاو هڅې پيل کړي، څو بېرته يې راوګرځوو.)) د لوړو زده کړو وزيرې د ننګرهار پوهنتون بېلا بېلې برخې كتلې او د اړوندو پوهنځيو د استادانو او محصلينو غوښتنې يې اوريدلې دي .

په كابل کې د (جي ۷+) غونډه جوړه شوه

په كابل کې د (جي ۷+) غونډه جوړه شوه

ولسمشر وويل په امنيتي برخه كې هم يو شمير كسانو په غير قانوني كارونو سره واك انحصار كړى و او ډيرې پيسې يې پيدا كړې دي. هغه د بروكسل د تيرې ورځې بريدونو ته په نغوتې سره وويل ټول هيوادونه بايد د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه كې يولاس او ودريږي.

مریخ کې د اروپا او روسیې ګډ ماموریت

مریخ کې د اروپا او روسیې ګډ ماموریت

داسې وړاند وینه شوې چې (اګزومارس) به د مني په لومړیو کې مریخ ته اوه میاشتینی سفر بشپړ کړی او په دې سره به ۵۰۰ میلیون کیلومتره واټن ووهي او په پام کې نیول شوی ماموریت به په پنځو کلونو کې بشپړ کړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي د ځوانانو د ستونزو د حل تګلاره یې جوړه کړې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي د ځوانانو د ستونزو د حل تګلاره یې جوړه کړې

کمال سادات وایي له څو نړیوالو بنسټونو سره یې په هیواد کې د ننه د افغان ځوانانو لپاره د کاري زمینو د پیداکولو تړونونه هم لاسلیک کړي دي.

د کانکور نیژدې شپیته زره ګډونوال به جذب شي

د کانکور نیژدې شپیته زره ګډونوال به جذب شي

هغه وایي دا بهیر یواږې په کابل کې پاتې او په نور هیواد کې بشپړ شوی دی. د لوړو زده کړو وزیره وایي د کابل د کانکور تر بشپړیدو وروسته به د کانکور پایلې د نوي کال د وري په پنځلسمه اعلان شی

ننګرهار کې پنځه زره میرمنې په ادارو کې کار کوي

ننګرهار کې پنځه زره میرمنې په ادارو کې کار کوي

ښاغلي کندوزي وویل: (موږ په ننګرهار کې ۳ زره نجونې په خصوصي او دولتی پوهنتونونو کې لرو او ژمن یو،چې هر مهال د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ادارو کې په شرائطو برابرو مېرمنو ته د دندې پیدا کولو زمینه برابره کړو.)

كابل كې  هركال يو مليون ټنه ككړه هواتوليديږي

كابل كې هركال يو مليون ټنه ككړه هواتوليديږي

د چاپيريال ساتنې د ملي ادارې مرستيال كاظم همايون وايي له قانون څخه سرغړونه، د چاپيريال ساتنې كمزورى كلتور او ټيټ ظرفيتونه هغه څه دي چې دغه اداره يې په كار كې له ستونزو سره مخ كړې ده.