په دولتي ادارو كې پنځه ويشت زره پستونه تش دي

په دولتي ادارو كې پنځه ويشت زره پستونه تش دي

د اداري اصلاحاتو د كميسيون رييس احمد مسعود توخى وايي ۲۵۵۸۴ پستونه په دولتي بنسټونو كې تش دي چې ډير يې د پوهنې او عامې روغتيا په وزارتونو كې دي . هغه وايي دا پستونه اعلان شوي هم دي .

د ننګرهار پوهنتون شل جريبه ځمكه غصب شوې

د ننګرهار پوهنتون شل جريبه ځمكه غصب شوې

د ننګرهار پوهنتون رييس ببرک مياخېل وايي د پوهنتون د غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو په اړه يې هڅې پيل کړې دي.دى وايي: ((د پوهنتون شمالي لوري ته د پوهنتون کابو ۲۰ جريبه ځمکه غصب شوې ده، موږ په دې تړاو هڅې پيل کړي، څو بېرته يې راوګرځوو.)) د لوړو زده کړو وزيرې د ننګرهار پوهنتون بېلا بېلې برخې كتلې او د اړوندو پوهنځيو د استادانو او محصلينو غوښتنې يې اوريدلې دي .

بغلان كې يوه بندي ځان وژنه كړې

بغلان كې يوه بندي ځان وژنه كړې

په بغلان كې يوه بندي ځان وژنه كړې ده. په بغلان كې د پوليسو چارواكي وايي دا پيښه په مركزي بغلان كې شوې ده. د مركزي بغلان د پوليسو چارواكي وايي دا شخص صالح محمد نوميده چې د مركزي بغلان اوسيدونكى و او نيژدې يوه مياشت وړاندې د خپلې ښځې د وژلو په جرم بندي و.

كابل كې  هركال يو مليون ټنه ككړه هواتوليديږي

كابل كې هركال يو مليون ټنه ككړه هواتوليديږي

د چاپيريال ساتنې د ملي ادارې مرستيال كاظم همايون وايي له قانون څخه سرغړونه، د چاپيريال ساتنې كمزورى كلتور او ټيټ ظرفيتونه هغه څه دي چې دغه اداره يې په كار كې له ستونزو سره مخ كړې ده.