اروپايي اتحادیه لا هم د مهاجرو په وېش هوکړې ته نه ده رسېدلې

اروپايي اتحادیه لا هم د مهاجرو په وېش هوکړې ته نه ده رسېدلېد اروپايي اتحادیې غړي هېوادونه لا هم تر خپل منځ د مهاجرو د عادلانه تقسیم پر سر هوکړې ته نه دي رسېدلي. آلمان، سویډن او اتریش تر اوسه هغه هېوادونه دي چې تر ټولو زیات مهاجرین یې منلي دي.

د آلمان دولت د مهاجرو د شمېر په اړه څو ځلې خپلې وړاندوینې بدلې کړې. په پیل کې داسې وړاندوینه کېدله چې د ۲۰۱۵ کال تر پایه به ۴۵۰ زره مهاجر دغې هېواد ته پناه یوسي. دا شمېر وروسته ۶۵۰ زرو او بلاخره اوس ۸۰۰ زرو ته رسېدلی.

زیګمار ګابریل، د آلمان د اقتصاد وزیر چې د سوسیال دیموکرات ګوند غړی دی، تېره اوونۍ د خپل ګوند غړو ته د موجوده حال په استناد سره وړاندوینه وکړه چې د کال تر پایه به په دغې هېواد کې د مهاجرو شمېر یو میلیون تنو ته ورسېږي.

ټاکل شوې چې د راتلونکې چهارشنبې (سپتامبر په ۲۳مه) به د اروپايي اتحادیې غړي هېوادونه د مهاجرو د عادلانه وېش پر سر غونډه کوي.

ګابریل غوښتي وو چې اروپايي اتحادیه به د ۱۶۰ زره مهاجرو په منلو سره د المان د اوږدو بار ورسپک کړي.

تبصره وليکئ