المان، هند، جاپان او برازیل په امنیت شورا کې د ژورو بدلونونو غوښتنه کړې

المان، هند، جاپان او برازیل په امنیت شورا کې د ژورو بدلونونو غوښتنه کړېله نیویارک نه خبري رسنۍ راپور ورکوي، چې د هند، برازیل، آلمان او جاپان مشرانو په امنیت شورا کې د اصلاحاتو په راوستو کې په پاتې راتلو سره د ملګرو ملتونو سازمان پړ ګڼلی او له دې اړخه یې ژوره اندېښنه په ډاګه کړې ده.

دوی له ملګرو ملتونو وغوښتل چې ددوی د خوښې هېوادونه دې په امنیت شورا کې ددايمي څوکیو حق ترلاسه کړي.

د هند لومړي وزیر نارندرا مودي، د برازیل ولسمشر دیلما روسف، د المان صدراعظمې انګلا مېرکل او د جاپان صدراعظم شینزو آبه د شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، ددې لپاره چې د امنیت شورا د مخ پرودې دنیا د شخړو په حلولو کې ښه رول ولوبوي او له اغېزمن مشروعیت څخه استفاده وکولای شي، پکارده چې د ملتونو د یوې مجموعې استازولي پکې شامله شي.

د دغو څلورو هېوادونو مشران د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې نیویارک ته تللي دي. 

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ۱۹۷۹ کال راهیسې د امنیت شورا د غړو د زیاتون پرموضوع هرکال بحث کوي. 

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اوسني جوړښت له دویم نړیوال جنګ څخه وروسته رامنځ ته شوی. د هند، برازیل، المان،‌او جاپان مشران وايي د ملګرو ملتونو د غونډې په ترڅ کې به ددې سازمان له ټولو غړو سره مشوره وکړي چې په امنیت شورا کې د جدي او بیړنیو اصلاحاتو لپاره ملاتړ خپل کړي.

تبصره وليکئ