امریکا له اېغور مسلمان لږکیو سره د ناوړه چلند غبرګون کې ۲۸ چینايي کمپنۍ تور نوملړ ته داخل کړې

امریکا له اېغور مسلمان لږکیو سره د ناوړه چلند غبرګون کې ۲۸ چینايي کمپنۍ تور نوملړ ته داخل کړې

محور؛ سه شنبه، د تلې میاشتې ۱۶ مه:

امریکا چین کې له اېغور مسلمان لږکیو سره د بد چلند او ظلم غبرګون کې د چین هېواد ۲۸ کمپنۍ په تور لېست کې شاملې کړي.

د امریکا له دغه اقدام وروسته یاد شرکتونه نه شي کولای د چین هېواد له اجازې او منظورۍ پرته له امریکايي شرکتونو سره راکړه ورکړه  ولري.

د امریکا د خزانې وزیر ویلي، هېواد یې په چین کې د لږکیو پر وړاندې زور زیاتی او وحشي اعمال نه شي زغملی.

ويل شوي امریکا د چين دا کمپنۍ په داسې وخت کې تور فهرست ته اچولي چې روانه اوونۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ بيرته په ځای کېدو دپاره خبرې پېل کيږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.