امریکا پر چینایي چارواکو د ویزو د بندیز اعلان وکړ

امریکا پر چینایي چارواکو د ویزو د بندیز اعلان وکړ

محور؛ چهارشنبه، د تلې میاشتې ۱۷ مه:

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د چین په دولتي چارواکیو او د کمونېسټ ګوند رهبرانو باندې د ویزو د بندېدو اعلان کړی دی.

د امریکا له لوري د چین د مشرانو پر ضد دا ګام د چین په ایغور، کرغیزا، قزاق او سنکیانګ سیمو کې د مسلمانو او نورو لږکیو ډلو د غړیو په بندي ساتلو اؤ د هغوئ د ځورونې له امله اخیستل شوی دی.

اعلان کې ویل شوی “د داسې کسانو په کورنیو به هم ورته بندیزونه لګیږي”

مائیک پومپیو ویلي” د چین حکومت د ایغور، قزاق، کرغیز اؤ سنګیانګ په نیمو خپلواکو سیمو کې د مسلمانو لږکیو اؤ نورو ډلو په ضد بې کچه د جبر ډکه رویه خپله کړې ده”

تر دې وړاندې د دوشنبې په ورځ دامریکا دخزانې وزارت د چین ۲۸ کمپنۍ هم مسلمانانو لږکیو سره د ظلم له امله تور نوملړ ته وراچولې وې.

پکار دي چې هغوئ باید دانساني حقونو د درناوي لوري ته پام وګرځوي

Leave a Reply

Your email address will not be published.