بلوچستان کې واورې او بارانونو د نولسو تنو ژوند اخیستی

بلوچستان کې واورې او بارانونو د نولسو تنو ژوند اخیستی

محور،سه شنبه، د مرغومي۲۴مه
په بلوچستان کې له تېرو دریېو ورځو راهیسي د واورو او بارانونو له امله په رامنځته شویو پېښو کې ۱۹ تنه مړه شوي او شاوخوا ۱۳ نور ټپيان دي.
د بلوچستان چارواکو په څو پېښو کې د مرګ ژوبلې اوښتل مني او وايي د طبعي پېښو له امله په ژوب کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹، په پشین کې ۳، په قلعه عبدالله کې ۶ او په کوټه کې ۱ تن مړ شوی دی.
د چارواکو په خبره، په بلوچستان کې واورو او سختو بارانونو ځینې لویې لارې هم د مسافرو پر مخ تړلې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.