ترامپ؛ موږ غواړو سوریه هم د عراق او لیبیا غوندې ونړو

دونالد ترامپد امریکا د ۲۰۱۶ کال د انتخاباتو نوماند دونالد ترامپ وايي. موږ عراق او لیبیا ونړول او په یادو هېوادونو کې د ویجاړۍ لامل شوو، اوس غواړو سوریه هم همداسې برباد کړو.

له ان بي سي شبکې سره په خبرو کې ترامپ وویل:

د بشار الاسد له نظام څخه د روسیې د جمهور ریس پوتین له ننګې باوجود، زه د داعش پرضد د مسکو د جګړې ملاتړی یم.

هغه زیاته کړه، په عراق او لیبیا کې د پخوانیو مشرانو د حاکمیت په صورت کې به منځنی ختیځ تر اوس مصوُن وای.

ددې پوښتنې په ځواب کې چې د صدام حسین او قذافي له اقتدار سره سره به ایا اوس هم منځنی ختیځ باثباته وو، وویل

((‌ ښکاره خبره ده، سوال نه مطرح کېږي))

ترامپ د قذافي او صدام په له منځه وړلو کې امریکا ملامته کړه او وې ویل؛ امریکا په دې کار سره شخړې او ګډوډۍ خورې کړې.
ترامپ د کډوالو ضد څرګندونو له امله له سختو انتقادونو سره مخ دی. ده په وروستۍ مرکه کې له فاکس نیوز سره بیا هم ادعا وکړه چې امریکا ته د سوري کډوالو راتګ ښايي د نړۍ په یوه خطرناکه کودتا بدله شي.

ترامپ وویل:

((‌څه چې اوباما غواړي دادي، چې ۲۰۰ زره کډوال مني. څو ورځې وړاندې هم بربنډه شوه، چې دا کډوال ټول نارینه دي، نو میرمنې چېرته دي؟ دا ځواکمن نارینه دي؛ نو ولې خپلو ملکونو کې ولې د نظام ضد بلاګانو پرضد جګړه نه کوي؟))

ده ادعا وکړه، چې دداعش ترهګرې ډلې جنګیالي به په دغو ۲۰۰ زره کډوالو کې امریکا ته ننوځي.

تبصره وليکئ