داعش د پالمیرا مشهور او تاریخي بریاڅلی وران کړ

د داعش ترهګرې ډلې د پالمیرا په لرغوني ښار کې یوه لرغونې ودانۍ ورانه کړې. سوري چارواکي وايي چې داعش ۲۰۰۰ کلن بریاڅلی په منفجره موادو الوزولی او له منځه یې وړی.

0,,18760994_403,00مامون عبدالکریم، د سوریې د لرغونو آثارو مدیر ویلي چې سیمه‌ییزو سرچینو د داعش لخوا د دې تاریخي ودانۍ ورانول تائید کړي. د هغه په وینا، دغه ودانۍ د سوریې له مهمو لرغونو آثارو څخه وه.

د سوریې د بشر د حقوقو څخه د څار ډله چې په لندن کې مېشته ده، د دغې خبر تائید کوي او وايي چې یاده ودانۍ د داعش لخوا له منځه وړل شوې ده.

د داعش ترهګرې ډلې د روان عیسوي کال په مۍ میاشت کې د پالمیرا ښار ونیولو چې له هماغې لومړۍ ورځې څخه خلک مجبور شول له هغه ښاره وتښتي.

د پالمیرا ښار د دمشق په شمال‌ختیځ اړخ کې موقعیت لري او نوم یې د یونسکو د نړیوالو میراثونو په نوملړ کې هم شامل دی. د داعش لاس ته تر لوېدو مخکې دغې ښار کې بې‌شمېره تاریخي ودانۍ موجودې وې. پالمیرا د سوریې تر کورنۍ جګړې مخکې د سیلانیانو لپاره له مهمو ځایونو شمېرل کېدلو.

پالمیرا ته د داعش له نیږدې کېدو سره سم یونسکو نړیوالو نه غوښتنه وکړه چې د دغې ښار له لرغونو اثارو څخه به هر قیمت ساتنه وکړي.

خو دې غوښتنې هېڅ نتیجه ورنکړه او داعش د دغې ښار له نیولو سره سم د لرغونو آثارو په ورانولو پیل وکړ. د (بعل شمین) تاریخي معبد چې په ۱۷مه پېړۍ کې جوړ شوی و د روان کال په پیل کې وران کړل شو او د تېرې میاشتې په پای کې د (بال) ۲۰۰۰ کلن تاریخي معبد هم له منځه یووړل شو.

خو د دغو معبدونو تر ورانولو مخکې داعش خالد اسعد، ۸۲کلن لرغون‌پېژندونکي نه سر پرې کړ. اسعد د سوریې له مشهورو لرغون‌پېژندونکو څخه و او د خپل عمر ۵۰ کاله یې د پالمیرا د لرغونو آثارو په ساتنه کې تېر کړي وو.

د داعش ترهګره ډله لرغوني آثار او د پالمیرا معبدونه د شرک او بې‌دینۍ نښې ګڼي او له همدې امله یې ورانول جایز بولي.

تبصره وليکئ