((داعش غواړي له مکې، مدینې وروسته مسکو لاندې کړي))

داعش غواړي له مکې، مدینې وروسته مسکو لاندې کړيپه ملت قصر کې د ټولیز امنیت تړون غونډې ته د وینا پرمهال د روسیې جمهور ریس ولادیمیر پوتین ویلي، داعش هڅه کوي په مکه مدینه پسې ټوله اسیا، اورپا او روسیه لاندې کړي. دده د خبرو په جزیاتو کې ښکارېدل چې ګڼي داعش د سعودي عربستان په لاندې کولو عملاً پیل کړی او سوکه سوکه به دا ترهګریزه ربړه له امریکا پرته ډیرو ملکونو ته لاس وغځوي.

د سه شنبې په ورځ د تړون غونډې ته د تاجکستان جمهور ریس ددغه پیمان له غړو هیوادونو چې زیاتره یې د منځنۍ اسیا هیوادونه دي غوښتنه وکړه چې د ترهګرو ډلو په مخنیوي کې د تاجکستان رول جدي وګڼي او هم له دغه هېواد سره مرسته وکړي، چې جدي خطر نورو ګاونډیو ته یې هم متوجه دی.

ده د پیمان په غړو غږ وکړ چې د چټکو عملیاتو لپاره تابیا وکړي او وړې ترهګرې ډلې چې دداعش له داعیې سره احتمالا له یادو هېوادنو نږدې کېدونکې دي مهار کړي.

امام علي رحمانوف وویل، هېواد یې د جګړې په لومړۍ کرښه کې موقعیت لري او د ملګرو هېوادونو چټک غبرګون ته په تمه دی.

د روسیې جمهور ریس هم تاکید وکړ چې داعش یوازې د افغانستان خطر ندی بلکې دا شومه پدیده د نړۍ ډېرو خوندي هېوادونو ته د پراختیا په حال کې ده.

په دغه سرمشریزه کې د نشي توکو پرضد چې د یاغي ډلو د تمویل مهمه سرچینه ده د مبارزې ګړندیتوب لازمي وبلل شو.

رپورونه وايي د سرمشریزو غړو هېوادونو ددغه پیمان یوه طرحه شوې تګلاره هم امضا کړې ده.

تبصره وليکئ