د اسامه بن لادن ساتونکی له ګوانتانامو څخه ازاد شو

د اسامه بن لادن ساتونکی له ګوانتانامو څخه ازاد شویو د سعودي عربستان تابعیت لرونکی چې د القاعده له وژل شوي رهبر سره د همکارۍ په تورو زنداني و وروسته له ۱۴ کالو ازاد شو. ویل کېږي چې عبدالرحمان شلبي یو وخت د اسامه بن لادن شخصي ساتونکی پاتې و.

باراک اوباما ژمنه کړې چې د ګوانتاننامو زنده به بندوي. دا کار د کانګرس د مخالفت له کبله تر اوسه سر ته نه دی رسېدلی.

پیټر کوک، د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) ویاند اعلان وکړ، هغه کس چې د امریکا اطلاعاتي دستګا(‌سي‌آي‌ای) د القاعدې د پخواني مشر ساتونکی ګڼلو د ګوانتانامو له زندان څخه ازاد شوی او سعودي عربستان ته لېږل شوی دی.

تبصره وليکئ