د امریکا له ډیموکراټ غړو سره د ټرمپ ناسته ناکامه شوه

د امریکا له ډیموکراټ غړو سره د ټرمپ ناسته ناکامه شوه

 

د سپینې ماڼۍ چارواکي وايي د کانګرس ډیموکراټ غړو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د بودیجې پر سر ناسته درلوده چې ښه پایله یې ور نه کړه.

د دې ناستې مشري د امریکا ولسمشر مرستیال مایک پینس کوله چې ګټوره یې بللې وه خو  راپورونه وايي چې کومه مثبته هوکړه نه ده شوې.

ټرمپ تازه پخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د پولې پر سر به دیوال خامخا جوړیږي.

د مکسیکو او امریکا د پولې پر سر دیوال جوړولو لپاره کابو ۶ میلیارده بودیجه ځانګړې شوې چې تر اوسه تصویب شوی نه ده.

ټرمپ وايي که د حکومت د یو شمیر برخو ځنډیدل کلونه دوام وکړي دا یې پروا نه کوي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.