د اوباما تېروتنو روسان سوریې ته راوستل

د اوباما تېروتنو روسان سوریې ته راوستلد امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند سخت دريځي سناتور جان مکین ويلي، د اوباما غلطه پالیسي ددې سبب شوه چې روسان منځني ختیځ کې پل کېږدي.

جان مکین دغه خبرې په سوریه کې د ترهګرو ډلو پرضد د روسیې د هوايي بریدونو له پیل څو ساعته وروسته کړې دي. مکین وايي، په منځني ختیځ کې د اوباما د دولت د ستراتيژیو ناکامي ددې لامل شوه، روسیه د سیمې تحولاتو ته ورګډه شي.

ده وویل د اوباما ددولت تېروتنو زمینه برابره کړه،‌چې له ۱۹۷۳ کال وروسته روسیه یوار بیا د منځني ختیځ په قضایاوو کې خپل موقعیت تثبیت کړي او د سیمې د سرنوشت په اړه خپله موضع د ضرورت وکړ وګڼي.

مکین په ډاګه کړه، اوباما یو کال وړاندې وویل ، چې زموږ سیاست د داعش کمزوري کول دي خو داعش لاهم رمادي په ولکه کې لري او په سوریه کې پرمختګ ته ادامه ورکوي.

امریکايي سناتور زیاته کړه چې موږ ستراتيژي نلرله او دا نیستي د کډوالو په بحران تبدیل شوه. ده روسیه هم تورنه کړه چې په سوریه کې د خپل موقعیت د تحکیم په لټه ده او ددې هېواد یوازینۍ موخه داده چې بشاراسد په قدرت کې پاته شي. مکین ټینګار وکړو چې دې موخې ته رسېدل به د امریکا لپاره یوه تراژیدي وي.

تبصره وليکئ