د سي‌آی‌ای پخوانی اجنټ وايي د کوکنارو قاچاق موږ کوو

جان اېف. ابوټسفورډ، ۳۸ کلن امریکایی چې په افغانستان کې یې عسکري کړې، د امریکا د استخباراتي ادارې (CIA) تحلیلګر پاتې شوی او اوس د ماشومانو د پورنوګرافیکو فلمونو د جوړولو په تور نیول شوی وايي چې د امریکا حکومت غواړي د هغه مخې ته خنډونه ایجاد کړي تر څو د هغه د نوي چاپېدونکي کتاب (د مخدره موادو د قاچاق ۳۰ کاله) مخه ونیسي. هغه وايي دا کتاب به په افغانستان کې د کوکنارو د قاچاق په اړوند د (CIA) له رازونو پرده پورته کړي.

هغه په محکمه کې وویل چې دا د امریکا د حکومت لخوا د ده د خاموشولو لپاره یو جوړ شوی جال دی. خو زیاته یې کړه چې له هېڅ رنګ تهدیده وېره نلرم او مخکې له دې چې زه زندان کې له منځه یووړل شم غواړم حقیقت څرګند کړم. د ژړا په حال کې یې زیاته کړه چې زه به هېڅکله خاموش نشم.

د محکمې په جریان کې د امریکا د استخباراتو دغه پخواني کارکوونکي د ماشومانو د پورنوګرافیکو فېلمونو د جوړولو د اتهام په هکله ډېرو پوښتنو ته ځواب ونه ویلو او تر پایه یې په افغانستان کې د مخدره موادو د قاچاق په هکله خبرې وکړې.

هغه په محکمه کې د ناستو ډېرو کسانو د مخه وویل زه شرمېږم چې ځینو وختونو کې زه هم د دغې قاچاقي عملیاتو برخه وم. تر ډېره وخته مې ځانته په دې تلقین ورکاوه چې موږ دغه هر څه د یو ښه هدف لپاره ترسره کول خو زه نور نشم کولی دغه بار په اوږو یوسم او دا د وجدان عذاب نور نشم زغملی.

ciajail

هغه وړاندې وویل چې (CIA) له خپله جوړښته را په دېخوا د مخدره موادو قاچاق کې لاس لري. په تېرو ۶۰ کلونو کې یې د نړۍ هر ګوټ کې دا قاچاق پر مخ وړی. په کال ۱۹۴۹ کې یې په ټایوان کې د چینايي کمونیستانو په خلاف د جنرال چیانګ کای‌شیک د ملاتړ په موخه دا قاچاق کول او په همدې توګه په ویتنام، نیکاراګو او ډېرو نورو ځایونو کې هم. او دا چې زه یې ښکاروم د دوی بېحده لوی کاروبار یوه وړه څنډه ده. هغه زیاته کړه چې موږ افغانستان کې د پخواني شوروي په خلاف مجاهدین وهڅول تر څو د کوکنارو کرکیلې ته وده ورکړي خو بېرته مو په ۲۰۰۱ کال کې د بوش تر مشرۍ لاندې دا تجارت تر خپل لاس لاندې ونیولو.

۱۱ د سپتمبر: په افغانستان د حملې یوه بهانه

خبرپاڼه زیاتوي چې د (CIA) د دغې پخواني کارکوونکي په وېب‌پاڼه کې، چې د ده د کورنۍ لخوا وروسته د ده تر نیول کېدو بنده شوې، ده دعوه کړې وه چې د سپتمبر د یوولسمې پېښه د امریکا د حکومت لخوا پلان شوی کار و تر څو پر افغانستان د حملې لپاره بهانه ومومي.

هغه په دې باور هم و چې داعش د امریکا د مخدره موادو د قاچاق په مټ تمویلېږي تر څو د منځنۍ آسیا دولتونه کمزوري کړي او هغه مشران راوپرځوي چې په اړوندو ملکونو کې د امریګا د ګټو مخالفت کوي؛ لکه بشاراسد په سوریه کې راپرځوي تر څو په هغې سیمه کې د تېلو معاملې د امریکا په خوښه ترسره شي.

په ۲۰۱۰ کې، ابوټسفورډ، چې هغه وخت ۳۳ کلن و، د هغې رواني ناروغۍ له امله چې ده ته په جګړه کې ورپېښه شوې وه تر تداوۍ لاندې و. یو کال وروسته له دغې تداوۍ خلاص شو.

تبصره وليکئ