ایران کې د سپاه پاسدارن د درېیو سرتېرو وژل کېدل

ایران کې د سپاه پاسدارن د درېیو سرتېرو وژل کېدل

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د یاد هېواد په لویدیځ پیران ښار کې په یوه غلچکي برید کې د سپاه پاسداران درې سرتېري وژل شوي او یو بل ټپي دی.

 

ایرنا د سپاه پاسداران ځواک د یو قومندان له قوله ویلي، دا درې سرتېري هغه مهال ووژل شول چې وسله والو ترهګرو یې پر موټر برید وکړ.

 

سپاه پاسداران وایي، کردي ملېشو د ایران او عراق ترمنځ سرحدي ښار پیران ته نږدې په یوه کلي کې د سپاه پاسداران دا درې سرتېري وژلي دي خو کردي ملېشو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

دا سیمه پخوا هم د ورته ډېرو پېښو شاهده وه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.