د عراق اشغال د داعش د زېږون سبب شو

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر ویتالي‌ چورکین وايي امریکا په ۲۰۰۲ کال کې عراق اشغال کړ او له کبله یې دالقاعده، اسلامي دولت راپیدا شول.

ده د امریکا هغه ادعاوې رد کړې چې وايي د سوریې ولسمشر دداعش د پیدایښت سبب دی. چورکین وويل واشنګټن غواړي‌ د خپلې ګناه له باره اوږې خالي کړي. د داعش د رېښو په اړه د امریکا ادعاوې په داسې مهال زور اخلي چې خپله ولسمشر اوباما او نور امریکایي مقامات پخوانی جمهوریس بوش او د جنګ تګلاره یې په افغانستان او عراق کې د پراخو ناامنیو لامل ګڼلی و.
چورکین د روسیې له آژانس سوګودنیا ته ويلي داعش څه وخت منځ ته راغئ؟ هغه وخت داعش او معنوي پلار یې القاعده زور پیدا کړ چې امریکايي ځواکونو بغداد لاندې کړ. نن هم د عراق د شمال، مرکز او غرب ډېرې سیمې تر خپل تسلط لاندې ساتي.
په جنګي صحنه کې د فعالو او قوي هېوادونو د رول په اړه د پوتین ددوشنبې خبرو ته چې په دوشنبې کې یې وکړي، چورکین په اشارې سره وویل دداعش د ترورستي ډلې د ځپلو لپاره د یو نړیوال دفاعي ځواک د رامنځ ته کېدو شدیده اړتیا ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.