د ولسمشرانو اوباما او جین پینګ ترمنځ د تودو خبرو اترو امکان

د ولسمشرانو اوباما او جین پینګ ترمنځ د تودو خبرو اترو امکاند دواړو ولسمشرانو ترمنځ وروستۍ ناسته پداسې حال کې ترسره کیږی چې یو څو ورځې مخکې د امریکي لخوا له هند سره دستراتیژیکي همکارۍ، اقتصاد او د انرژۍ په برخو کې تړونلیکونه لاسلیک شول. بل لورې ته چین په دوامداره توګه د اقتصادي بحران خوا ته ورپه ګږېدو دی. له هند سره د امریکي اړیکي د چین او پاکستان د اړيکو پیاوړې کیدو په موقع شدت اخلي .

د جمعې په ورځ د امریکي ولسمشر اوباما د چین ولسمشر شي جین پینګ ته پداسې حال کې هرکلی ووایه، چې د خپلو خبرو عمده ټکې یې د انټرنیټي اسنادو غله، بشري حقونه او دفاعي موضاعت وو.

د امریکا نظامي ځواک د چين د ولسمشر د ورتګ په درناوي ۱۲ توپونو توغولي دي. خو بیا هم نړیوال شننوونکي وايي له اوباما څخه ترسختو خبرو کولو پرته بل ډول تمه نشې کیداي.

د یادوني ده چې امریکا او چین ترمنځ د انټرنیټي مالوماتو غله او د چین د سیند اوبه تر ټولو سترې ناندرۍ پارونکې مسلې دي، همدارنګه امریکا اندېښنه لری، چین یوازنی هیواد دی چې په نړۍ کې تر ټولو زیاتي صنعتي چټلۍ خپروي او چاپیریال ته زیان رسوي.

اوباما خپل ښې لاس ته ولاړ د چین ولسمشر ته په اشاره وویل: موږ پوهیږو چې موږ تاسو سره تل همکاری کړی ده، زه باور لرم او زه پوهیږم چې تاسو له بل هر چا پردې ښه پوهیږي، خو اوس ددې خبرې اړتیا ده چې باید د یو بل استدلال واوریدل شي او د یو بل مشکل ته ځواب وویل شي، تر څو زموږ ترمنځ ستونزې هوارې شي.

همدا رنګه اوباما وویل: موږ د بشري حقونو په اړه اندېښنه لرو او پدې هم پوهیږو چې زموږ انټرنیټي اسناد څوک ښوروي.

تبصره وليکئ