د یمن ولسمشر وروسته له ۶ میاشتو بېرته خپل هېواد ته ستون شو

د یمن ولسمشر وروسته له ۶ میاشتو بېرته خپل هېواد ته ستون شود سعودي عربستان او د ځینو نورو عربي ملکونو ائتلاف حوثي جنګیالي اړ کړل چې په شا لاړ شي. عبدربه منصور هادي، د یمن ولسمشر، وروسته له شپږو میاشتو بېرته خپل وطن ته ستون شو. خو په یمن کې د جګړې اور لا هم نه دی مړ شوی.

عبدربه منصور هادي د سه‌شنبې په ورځ د عدن د ښار هوايي ډګر ته په یوې پوځي الوتکه کې ستون شو. هغه ۶ میاشتې په سعودي عربستان کې وو. ټاکل شوې چې منصورد هادي به د لوی اختر د رخصتیو له تېرولو وروسته نیویارک ته سفر ولري تر څو د ملګرو ملتونو په اویایمې نړیوالې ناسته کې ګډون وکړي.

د روان کال په پیل کې حوثي جنګیالیو منصور هادي اړ کړ چې د صنعا ښار، د یمن پلازمېنه، ترک کړي. هادي لومړی د عدن بندري ښار ته پناه یووړه خو کله چې حوثي جنګیالي دغې ښار ته په نیږدې کېدو شول نو هادي سعودي عربستان ته وتښتېد.

حال دا چې منصور هادي د تېښتې په حال کې یوازې د یمن په یوې وړې برخې حاکمیت درلود خو نړیوالې ټولنې هغه لا هم د یمن د ولسمشر په توګه پېژندلو.

صنعا د حوثي جنګیالیو په لاس کې:

د سعودي عربستان ته د منصورهادي تر تېښتې وروسته سعودي عربستان سره له خپلو ائتلافي ملګرو په یمن پوځي برید پیل کړ. ایران د یمن له حوثي جنګیالیو ملاتړ کوي. له دغې برید څخه د سعودي عربستان او د نورو ائتلافي ملکونو موخه د حوثیانو په شا کول او د یمن د ولسمشر بېرته حاکمول وو.

د سعودي عربستان او د ائتلافي ملکونو تر بریدونو وروسته د جولای په میاشت کې د یمن حالات بدل شول. د خلکو هغه ډلې له منصور هادي یې ملاتړ کولو بریالۍ شوې چې عدن او ۵ نور جنوبي ښارونه ترلاس لاندې او د حوثیانو له حاکمیته یې خارج کړي. حوثي جنګیالي لا هم د صنعا ښار چې د یمن پلازمېنه ده سره له څو نورو شمالي او مرکزي ښارونو تر حاکمیت لاندې لري.

مخکې تر دې خالد بحاح، د یمن لومړی وزیر چې په تبعید کې و، هم یمن ته راستون شوی و. بحاح هم د حوثیانو د برید له وېرې سعودي عربستان ته تښتېدلی و.

تبصره وليکئ