روسیه وايي ۶۰۰ داعش ترهګر اروپا ته د تېښتې په حال کې دي

وروسته له هغې چې سوریه کې د روسیې پر پوځي برید نیوکه وشوه د روسیې پوځ ویلي چې د دوی د شدیدې بمبارۍ له کبله ۶۰۰ داعش ترهګر د اروپا خوا ته تښتېدلي. برتانیه وايي د روسیې د پوځي جهازونو یوازې ۵ سلنه حمله په داعش جنګیالیو ده.

روسیه وايي ۶۰۰ داعش ترهګر اروپا ته د تېښتې په حال کې ديد روسیې د مقاماتو د وینا پر بنسټ د دغې ملک هوايي بریدونو داعش وارخطا کړی دی.
آندرې کارتاپولوف، د روسیې د پوځ یو لوړپوړي غړي د شنبې په ورځ وویل چې څه کم ۶۰۰ داعش جنګیالیو سوریه پرې‌ایښې او د اروپا لور ته تښتېدلي.

د روسیې د دغې پوځي چارواکي په وینا، د داعش ځواک یې کمزوری کړی دی. کارتاپولوف دا هم زیاته کړه چې د روسیې پوځ به په سوریه کې خپلو هوايي بریدونو ته ډېروالی وبخښي. هغه وویل چې د داعش جنګیالیو هغه هډې به تر ډېر بمبار لاندې راولي چې ستراتېژیک ارزښت لري او له دې اړخه مهم دي.

د روسې په پوځ باندې شدیدې نیوکې کېږي چې دوی د بشار اسد اپوزېسیون تر برید لاندې راوستی. دا هغه اپوزېسون ډله ده چې غرب یې ملاتړ کوي او امریکايي سلاح کاروي.

تبصره وليکئ