سعودي عربستان له یو ۱۷ کلن ځوان څخه سر پرې کوي

سعودي عربستان له یو ۱۷ کلن ځوان څخه سر پرې کويد محمد‌علي النمر په نامه یو ۱۷ کلن ځوان په سعودي عربستان کې وروسته له هغې مجرم وګڼل شو چې په ۲۰۱۲ کال کې یې د سعودي د نظام په خلاف د دېموکراسۍ لپاره د خپل تېلفون له لارې یو ټولنیز اعتراض کې ګډون کړی و.
په تازه راپورونو کې سعودي عربستان د دغه ځوان دوسیه رد کړې او د سر د پرې‌کولو په سزا یې محکوم کړی.

د محمد علي محکمه په خفا کې دایره شوې او محکمې له ده څخه ټول قانوني حقوق سلب کړي؛ اوس یې هره شېبه د سر د پرې‌کون امکان شته.

زنا عسیا، په اروپا کې د سعودي د بشر د حقوقو د بشر له سازمان څخه وايي: «د محمدعلي د خلاصون اوس یوازې یوه لار پاتې او هغه د سعودي د پاچا لخوا د ده بخښل کېدل دي. دا چې اوس هغه له بنده خلاصېدای شي او کنه؛ هر څه د سعودي د پاچا د پرېکړې پورې اړه لري»

خو سره له دې چې د ټولې نړۍ خلکو د ده د خلاصون لپاره کمپاینونه وکړل د دې هیله نشته چې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز به محمد عملي وبخښي.

خو د یوې خبرپاڼې له انده، د محمدعلی بندي کېدل سیاسي اهداف تر شا لري. محمدعلي النمر د لوی شیعه روحاني شیخ‌ نمر بقرالنمر وراره دی؛ هغه کس چې خپله د ترهګرۍ په تور په مرګ محکوم شوی و.

محمدعلي النمر شکنجه شوی دی، د مدافع وکیل د لرلو حق نلري او د محکمې له پرېکړې هم تر پایه خبر نه و. راپورونه وايي چې له هغه څخه اقرار هم په زور اخیستل شوی باوجود د دې چې په خلاف یې هېڅ رنګ ثبوت هم نشته.

د النمر د حقوقو لپاره کمپاین کوونکي اوس د برتانیه په حکومت فشار راوړي تر څو له دغې عمل څخه سعودي عربستان راوګرځوي.

تبصره وليکئ