سیپراس د یونان په پارلماني ټاکنو کې بریالی شو

سیپراس د یونان په پارلماني ټاکنو کې بریالی شود یونان د لومړی وزیر الیکسیس سیپراس، کیڼ اړخی ګوند (سیریزا) د یونان په پارلماني ټاکنو کې د ۳۵ سلنه رایو په ترلاسه کولو بریالی شو. په دې ټاکنو کې د نوې دېموکراسۍ محافظه کار ګوند په یونان کې دوهم لوی سیاسي ګوند شو.

ونګلیس میماراکس، د نوې دیموکراسۍ د محافظه کار ګوند رهبر د یکشنبې په مازیګر د سپتمبر په ۲۰مه په پارلماني ټاکنو کې د خپلې ماتې په منلو سره د دې هېواد په دولتي تلوېزون کې راښکاره شو او ویې ویل:

«زه ښاغلي سیپراس ته د بریا مبارکي وایم او د نوي دولت د زر تر زره جوړېدو پلوی یم»

د یونان پارلمان ۳۰۰ غړي لري. بریالي ګوند ۵۰ کرسۍ نورې هم په دې ټاکنو کې وګټلې. البته د نوي دولت د جوړولو لپاره ۱۵۱ کرسیو ته اړتیا ده. په دې توګه د سیریزا ګوند بریالی نشو چې په پارلمان کې غوڅ اکثریت تر لاسه کړي.

د سوسیالیست ګوند (پاسوک) او چپو دیموکراتانو ائتلاف ۶،۴ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د دغه هېواد څلورم لوی سیاسي قدرت شو.
په دې تاکنو کې د یونان له هغو خلکو څخه چې د رایې ورکولو حق یې درلود یوازې ۵۴،۴ سلنو ګډون وکړ.

دا مخکې له وخته ټاکنې هله اړینې شوې چې الکسیس سیپراس، د یونان کیڼ اړخي لومړي وزیر په روان کال کې استعفا ورکړه. هغه دا استعفا وروسته له هغې ورکړه چې په کیڼ اړخي ګوند کې له اروپايي هېوادونو څخه د مرستې تر لاسه کولو پر سر د سیپراس د سیاستونو مخالفت وشو.

سیپراس غوښتل چې د ټاکنو په بیا ترسره کولو سره اکثریت تر لاسه کړي او د خپلو سیاستونو د عملي کولو لپاره لار هواره کړي.

تبصره وليکئ