موډي: له ترهګرۍ سره د مبارزې نړیوال کنفرانس دې جوړ شي

موډي: له ترهګرۍ سره د مبارزې نړیوال کنفرانس دې جوړ شي

د هند لومړي وزیر نریندرا موډي ویلي په سیمه او نړۍ کې دې د ترهګرۍ خلاف د مبارزې په هدف یو نړیوال کنفرانس راوبلل شي.

 

موډي د خپلې  وینا پر مهال ویلي، ترهګري یوازې یوه هېواد ته ګواښ نه دی، بلکې ټوله سیمه او نړۍ ګواښي او ننګوي يې.

 

هغه ټینګار کړی چې په نړیواله کچه د ترهګرۍ ضد زیات کنوانسیونونه شته دي، خو تر اوسه ولې د دغې ښکارندې پر خلاف هېڅ اقدام نه دی شوی؟

 

موډي تل پر پاکستان تور پورې کړی چې له ترهګرۍ ملاتړ کوي او ترهګر تمویلوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.