له امریکا د سوریې د یزیدي کردانو غوښتنه

له امریکا د سوریې د یزیدي کردانو غوښتنه

 

یزیدي کردان وايي که امریکا خپل ځواکونه وباسي داعش به بیا بیرته پیاوړی شي.

داعش سوریې او عراق که له را پیدا کیدو وروسته کابو ۳۰۰۰ یزیدي کردان و  وژل.

ملګرو ملتونو هم د کردانو پر وړاندې د داعش جګړه نسل وژنه ښودلې وه او اوس یې د هغوی ډار په ځای ګڼلی دی.

هالنډ کې میشت د خپلواکو یزیدي کردانو ډله له امریکا غواړي چې خپل وتل وځنډوي او ژر دې ځواکونه نه وباسي.

ویل کیږي چې له سوریې د امریکايي ځواکونو وتل به مذهبي اقلیتونو ته تر ټولو زیات زیان ورسوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.