له پاکستان څخه پانګوال تیښتې ته اړ دی

پاکستاني پانگوالد پاکستان حکومت ووايي: “له بده مرغه هر کال موږ د طالبانو د بریدونو له امله ۵۰۰ میلیارده امریکايي ډالر له لاسه ورکوو. موږ مجبوره یوو چې د نړیوال بانک لخوا ترلاسه کېدونکو پیسو ته یو پیاوړۍ پروګرام رامنځته کړو چې وکولای شو کورنیو او بهرنيو پانګوالو ته د پانګواني فرصت برابر شي”.

یو لندن میشتي تاجر وقار مسعود وايي: “له بده مرغه د پاکستان خلک له تیرو ۱۵ کلونو راهیسې له هر ډول اقتصادي لاسته راوړونو لرې ساتلي شوي دي”.

دی زیاتوي: “موږ په تیر وخت کې له ۵ څخه تر ۷ میلیارده امریکايي ډالرو پانګونه درلوده خو نن دا پانګونه تر ۲ میلیاردو هم کمه ده. که چېرې له دې پانګې څخه هغه مصارف چې موږ یي د امنیت او ځان ساتنې په برخو کې کوو، منفي شي، نو پانګونه به له دې هم را ټیټه شي”.

موږ باید پر دې هم پوه شوو، چې موږ همدا اوس د سخت دریځو پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې په میلیاردو ډالر لګوو خو پایله یې هیڅ ده. بیا هم ګډوډی ده او امنیت په ټول پاکستان کې نشته.
دی وايي پاکستاني حکومت سترې خبرې کولې، او پانګوال یې په دروغو تشویقول، حتی ویل یې، چې کراچۍ به دویمه دوبۍ وي، خو تاسو ګورئ چې هلته څه روان دي.

تبصره وليکئ