مصر؛ په سوریه کې د روسیې له پوځي عملیاتو ملاتړ کوو

مصر؛ په سوریه کې د روسیې له پوځي عملیاتو ملاتړ کوومصر وايي، په سوریه کې دداعش پر پټن ځایونو او مرکزونو د روسيې له نظامي عملیاتو ملاتړ کوي او دا چاره د ترهګرۍ د رېښو په له منځه وړلو کې د اهمیت وړ اقدام دی.

د العالم د یو راپور په استناد په سوریه کې د روسیې په هوايي بریدونو د لودیځ، ترکیې او سعودي عربستان له شدیدو اعتراضونو باوجود د مصر د بهرنیو چارو وزیر سامح شکري اعلان وکړ، د داعش د ترهګرې دلې پر سنګرونو د روسیې له هوايی بریدونو ملاتړ کوي.

نوموړي وویل؛ هغه اطلاعات چې له روسیې سره د مستقیمو اړیکو په ترڅ کې مو ترلاسه کړي، په ډاګه کوي چې روسیه د داعشي ترهګرو پرضد مناسب ګامونه اخلي او په سوریه کې ددغې ورانکارې ډلې له پراختیا څخه مخنیوی کوي.

سامح شکري زیاته کړه؛ په دې تړاو د سوریې له خوا د هرډول امکاناتو کارول چې د ترهګرۍ د محاصرې او کنټرول په برخه کې موثریت ولري یو حتمي کار دی چې باید شوی وای او وشي.

د مصر دغه ډول دريځ د سعودي عربستان له دریځ سره چې په سیمه ییزو مسایلو کې ددوی د تګلارو د ټکر سبب کېدای شي د عربستان له شدید انتقاد سره مخ شوی دی.

تبصره وليکئ