ملګرو ملتونو د انساني قاچاق ضد طرحه تصویب کړه

ملګرو ملتونو د انساني قاچاق ضد طرحه تصویب کړهد ملګرو متلونو د امنیت شورا هغه هوکړه لیک تصویب کړی، چې له مخې یې په قاچاقي بیړیو کې اروپا ته دننوتونکو بیړیو او ګړو د ورتګ مخه ونیول شي.

د اروپايي ټولنې هېوادونو اړوند بحري ځواکونه کولای شي، له دې وروسته د هغو بیړیو او پکې لېږېدونکو وګړو مانع شي چې اروپا ته اوړي.

د ملګرو ملتونو د منشور د اتم فصل له مخې دا پرېکړه اجازه ورکوي، چې نظامیان هم په دې ماموریت کې ونډه واخلي.

په تېره اونۍ کې اروپايي‌ ټولنې څو جنګي بیړۍ نړیوالو اوبو او د لیبیا څنډو ته لېږلې وې، چې سپرلۍ وړونکې بېړۍ، قاچاقچیان او شکمن وګړي وڅاري.

د ملګرو ملتونو وروستۍ قطع نامه همدارنګه دماموریت دخیلو پوځيانو ته حکم کوي، چې په بیړیو کې له سپرو وګړو سره انساني او په درناوي چلند وکړي.

سره له دې چې د اورپايي اتحادیې غړو او په ځانګړي ډول المان د اسیايي ګډوالو ورتګ ته تود هرکلی ویلی و او ګڼ کډوال له دې فرصت نه په استفادې په جرمني کې د میشتیدو په حال کې دي، خو اوس ډیری اورپايي هېوادونه خپل دا هرکلی سبب ګڼي چې له جنګ ځپلو هیوادونو نسبي متضررین هم اروپا ته وکوچېږي او ددې کډوالو ځای پرځای کول به د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو لپاره د اقتصادي ستونزو ترڅنګ په نورو برخو کې هم لوی سرخوږی وي.

تبصره وليکئ