موګریني: اروپايي اتحادیه جنګ ځپلو هېوادونو ته ترهګري صادروي

فدریکا موګرینيد اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسوولې فدریکا موګریني ويلي، د عراق او سوریې په څېر په جګړه ځپلو هېوادونو کې د بهرنیو یاغیانو د جګړې ماهیت په ډاګه کوي، چې اروپايي ټولنه دغو هېوادونو ته د ترهګرۍ په صادرونکې تبدیل شوې ده.

موګریني چې د اروپايي ټولنې د امنیتي څېړنو په مرکز کې خبرې کولې وویل‌: ((‌واقعیت دادی چې زموږ قاره مخکې له دې چې ترورېزم وارد کړي صادروي یې)) هغې زیاته کړه موږ خپل جنګیالي اصلاح نکړل بلا مو کړل او جنګ څپلو وطنونو ته مو ولېږدول.

موګریني وايي، د اوسني بحران هواری متحدې او ټولمنلې ستراتيژۍ ته اړتیا لري.
راپورونه وايي، تر ۵۰۰۰ زیات اروپايي جنګیالي په عراق او سوریه کې په ترهګریزو او سخت دریځو سنګرونو کې د ترهګرۍ په ننګه جنګېږي.

تبصره وليکئ