ناپېژاندو کسانو په فلیپین کې څو بهرني سیلانیان تښتولي دي

د فلیپین په جنوب کې هغه جزیره چې بهرني سیلانیان ورڅخه تښتول شويد فلیپین د جنوب په یوې جزیره کې دوه کاناډایان، یو ناروېژی او یوه فلیپینۍ تښتول شوي. تر اوسه هېڅ کومې ډلې د دې پېښې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی. د فلیپین دولتي مقامات وايي چې تښتوونکي حتما یا باغي مسلمانان او یا هم کمونیستان دي.

د فلیپین پولیسو او پوځ د سه‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوه کاناډایان، یو ناروېژی او یوه ځايي ښځه د ناپېژاندو وسله‌والو لخوا تښتول شوي. نوموړي کسان د سامال د جزیرې له یوه تفریحي مرکز څخه تښتول شوي. دا جزیره د فليپین د پلازمېنې مانیل په ۹۸۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري. تښتوونکو ساحه په دوو ماشیني کښتو کې پرېښې ده.

د فلیپین د بحري ځواکونو درې کښتۍ د دغو سیلانیانو په لټه کې دي.

د فلیپین دولتي مقامات وايي چې تښتوونکي په غالب ګومان باغي مسلمانان او یا کمونیستان دي.

د محلي پولیسو یو ویاند یوې فرانسوي خبرپاڼې ته ویلي چې تښتوونکي له پوره پلان سره راغلي وو او هغې تفریحي مرکز لور ته لاړل چې بهرني سیلانیان پکې و. تر اوسه هېڅ کومې ډلې هم د دې پېښې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

تبصره وليکئ