نواز شریف په امریکا کې دداعش په اړه خپل وروستی تصمیم نیسي

1014.1
نواز شریف او پوځي مشر راحیل شریف چې تازه د یو مهم سفر لپاره امریکا ته درومي، دداعش په اړه د کوټلي ځواب د نشتوالي له کبله ناقراره دي.

پاکستاني رسنۍ وايي، داوړه ورخطا دي او نه غواړي چې پدې کار کې د ځینو عمده علتونو پر اساس مخکې لاړ شي. داسې ښکاری چې  له روسیې سره د پاکستان د وروستي اړیکو بهبود امریکا اندېښمنه کړې او هم پرپاکستان ددې ناممکن خیز له کبله قهریدلې ده. د حکومت منقدین وايي پاکستاني مشران به داخل بیا دمعمول په څیر هڅه وکړي له خپل دوست سره وروستۍ خیانت توجیه کړي او د پخوا په څیر نورو امتیازاتو ته لاره پرانیزي.

یو پاکستاني پوځي وايي: موږ فکر نه کاوه، چې له خپلو زړو مشکلاتو به ژر را ووځو.  نو دا به لا څرنګه ممکن وي چې پاکستان وکولای شي یوې بلې خطرناکې  پروژې ته هم لاره پرانیزي؟
پاکستان د امریکي د مخکنیو څرګندونو په اړه اندېښنه لري. امریکا له وړاندې ویلي وو، چې هېواد یې باور لري پاکستان به د داعش پر ضد د نړیوال اتحاد د ملاتړ ژمنه وکړي. د دې ترڅنګ امریکي دا هم ویلی وو چې د امریکي او پاکستان ترمنځ به یو نوی تړون رامنځ ته کېږي، تر څو د طالبانو، القاعده او داعش په ځپلو کې سره همغږي شي او نږدې همکاري وکړي. خو شنوونکي وايي پاکستان ته ګرانه ده دوه هندوانې په یو لاس کې واخلي، او ددوه مختلفو ګټو او تمایلاتو طاقتونه هم قانع کړي او هم یې په تېر ویستلو کې بریالی شي.

تبصره وليکئ