هالنډي ژورنالست په ۷۵۰ یورو ځانته سوریايي پاسپورټ واخیست

اروپا ته په قاچاقي لارو تلونکي ډېری مهاجار ځانته سوریايي جعلي پاسپورټونه جوړوي تر څو په اروپا کې په اسانۍ پناه واخیستی شي. دا چې دا کار څنګه کېږي نو یو هالنډي ژورنالست خپله دا وآزمایله.

یو کس سره اړیکه، ۷۵۰ یورو نرخ او څلوېښت ساعته انتظار: هالنډي ژورنالست هارالډ دورنبوس ځانته یو جعلي پاسپورټ واخیست. په پاسپورټ کې یې د هالنډ د لومړي وزیر مارک روتې عکس ورکړ او نوم یې ورته مالک رمضان وټاکلو.

تر دې مخکې د سپتامبر په پایلو کې د اروپايي اتحادیې د سرحدونو د څارنې د هماهنګۍ مشر فابرېس لېګري ویلي وو چې: اروپا ته په قاچاقي لارو اکثره کډوال ځانته جعلي سوریايي اسناد جوړوي. هغه خلک چې دا پاسپورتونه کاروي اکثره یې په عربي ژبه غږېږي او د شمالي افریقا تابعیت لري چې جنګي‌کډوال نه بلکې اقتصادي مهاجر دي.

CPAl6F7UsAAeNia

تبصره وليکئ