هند د نواز شریف خبرو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی

هند د نواز شریف خبرو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړید هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ملګرو ملتونو ته د نوازشریف د وروستیو څرګندو په غبرګون کې ويلي:

پاکستان نه یوازې چې د ترهګرۍ قرباني ندی، بلکې له تروریزم څخه لاتړ یې د سیاست برخه ده.

نوازشریف د ملګرو ملتونو غونډې ته په وینا کې پاکستان د ترهګرۍ قرباني یاد کړی و، او ویلي‌یې و، ددې وخت رارسېدلی، چې کشمیر غیر نظامي شي او خلکو ته یې د خپل برخلیک ټاکنې حق ورکړل شي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویکاس سواراپ پنجشنبه وویل، د ګاونډیانو ملامت ګڼل د ستونزو مناسبه حل لاره نده. ده وویل، د کشمیرغیرنظامي کول حل لاره نده بلکې په پاکستان کې د ترهګرۍ مهار کول حل لاره ده.
ده همداراز د نوازشریف د هغې خبرې په اړه چې وايي، چې د کشمیر د نسلونو زیاتې برخې په اشغال شوې سیمه کې تېره کړې ده وویل شریف د بهرني هیواد د اشغال په اړه سمه خبره کړې، خو هند اشغالګر ندی، پاکستان اشغالګر دی او زر تر زره باید کشمیر تخلیه کړي.

دا په وروستۍ یوه لسیزه کې د کشمیر پرسر د پاکستان پروړاندې د ډيلي ترټولو توند غبرګون دی. پداسې حال کې چې پاکستان په تیره کې هڅه کړې د کشمیر مسله د خبرو او سولې له لارې له پاکستان سره مطرح کړي. اوس د مودي دولت تصمیم ونیو چې په ډیره بربنډه توګه دملګرو ملتونو په سازمان کې د پاکستان پرضد د کشمیر په اړه غبرګون ولري.

تمه کېږي، د هند د بهرنیو چارو وزیر سوشما سواراج هم د نواز شریف د خبرو په غبرګون کې خپل دریځ په ډاګه کړي. هند په وار وار اعلان کړی چې د کشمیر مسله د هند او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزه کشاله ده او هند به په دې برخه کې ددریم هیواد مداخلې ته اجازه ورنکړي.

هندي چارواکو تر دې وړاند ګواښ کړی و، چې د نواز شریف له خوا په ملګرو ملتونو کې د کشمیر د مسلې مطرح کول به ددوی غبرګون حتمي له ځان سره ولري.

د کشمیر نیمه خاوره په هند او نیمه په پاکستان پورې تړلې ده. دواړه ملکونه د کشمیر د ملکیت دعوا لري‌ او همدا مسله د هند او پاکستان ترمنځ د پاکستان د ایجاد راهیسې ددواړو هیوادونو د ژورې شخړې ریښو ته اوبه ورکوي.

تبصره وليکئ