هند کې درېیو تنو ته د عمري بند سزا واورول شوه

هند کې درېیو تنو ته د عمري بند سزا واورول شوه

هندوستان کې درې تنه چې په یوې اته کلنې نجلۍ يې ډله ییز جنسي تېر کی و، په ابدي بند محکوم شول.

 

همدا راز محکمې له دې درېیو کسانو سره د همکارۍ په تور، درې تنه نورو ته د درې درې کاله بند سزا ورکړې ده.

 

د راپورونو له مخې، تېر کال یوه اته کلنه نجلۍ د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې څوو کسانو برمته کړې وه چې وروسته یې پرې ډله ییز جنسي تېر کړی و.

 

پولیسو هم د پېښې ټول عاملین نیولي و.

Leave a Reply

Your email address will not be published.