پاریس کې د حکومت ضد لاریونونه بیا پیل شوي دي

پاریس کې د حکومت ضد لاریونونه بیا پیل شوي دي

ژیړ واسکټي لاریون کوونکي د  ایلسي ماڼۍ مخ ته راټول شوي او د ایمنیول ماکرون د ګوښه کیدو شعارونه ورکوي.

دا لاریونونه کابو دوه میاشتې وړاندې پیل شوي چې له امله یې سختې نښتې او مرګ ژوبله رامنځ ته شوې وه.

ژیړ واسکټي لاریون کوونکي له ځنډ وروسته بیا پلازمینې پاریس ته راستانه شوي دي.

دا لاریون کوونکي چې تر اوسه یې لاریونونه سولییز دي د ایمنیو ماکرون د ګوښه کیدو غوښتنه کوي.

سلګونه کسان په شامس ایلزي کوڅه کې د ایلسي ماڼۍ مخ ته  د حکومت ضد شعارونه ورکوي.

دا لاریون کوونکي ادعا لري چې حکومت پرې مالیې او د تیلو بیې ډيرې لوړې کړي او دوی ته دا کار د زغملو وړ نه دی.

لاریونونه کابو څو میاشتې وړاندې پیل شوي چې په ګڼو سیمو کې په لاریونونو اوښتي او لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.

لاریون کوونکو په دې موده کې دوکانونه او موټرې هم سوځولي وو او ګڼ مالي زیانونه یې اړولي وو.

د تازه لاریونونو په تړاو تر اوسه د ایمنیول ماکرون حکومت غبرګون نه دی ښودلی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.