پاکستان دې هند خپل دوښمن ګڼل پریږدي

پاکستان دې هند خپل دوښمن ګڼل پریږديد پاکستان پر اوضاع باندې د لیکلی شوي کتاب (پاکستان د ملایانو او پوځیانو ترمنځ) لیکوال او په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر وايي: پاکستان باید له دې ژور خفګان او ویرې څخه را ووځي، چې هند د پاکستان حتمي دوښمن دی او له هند څخه پاکستان ته سخت خطر دی. پاکستان د دې ویرې پر ځای باید د پاکستان ماشومان ښوونځیو ته شامل کړي او سم درس دې ورکړي.

حسین حقاني پداسې حال کې دا څرګندوني وکړې چې کله د این ډي ټی وي ژورنالیسټ ورڅخه وپوښتل آیا تاسو فکر نه کوی،  چې د هند لخوا  د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل د غړیتوب لپاره د هند هلې ځلې به د پاکستان د اندېښنې باعث شئ؟

 همدا ډول پخواني سفیر  زیاته کړه چې کله هند په دوه برخو ویشل کیده نو په پاکستان کې د سواد کچه ۱۶ سلنه او په هند کې ۱۸ سلنه وه، یانې د دواړو هېوادونو ترمنځ توپیر۲ سلنه و خو  اوس ۲۲ سلنه دي.

د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې حقاني وويل: زه د پاکستان موجوده روش چې د هند پر وړاندې یې لري، هیڅکله نه ستایم. پاکستان تل فکر کړی دی، چې هند د پاکستان سخت دوښمن دی او د کشمیر مسله یوازنۍ مسله ده، چې په حل کولو به یې ټولې ستونزې له منځه ولاړې شي.

حقاني د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې یې وويل: دا چې هند په ملګرو ملتونو کې خپل مستقل غړیتوب ته لاره هواروي او له دې وروسته به  د نړۍ په سترو مسالو کې د ویټو حق ولري، باید پاکستان ته سرخوږې ونه ګرځي بلکې پاکستان پر خپل حالت غور وکړی او فکر وکړئ  هغه خلک چې  راولپنډي (پوځي مرکزونو) او اسلام آباد کې د هېواد کورنۍ او بهرنۍ پریکړې کوي، ایا د دې وړتیا لري چې له هند سره پدې مقام کې سیالي وکړای شي؟

حقاني وايي:

زه فکر کوم چې پاکستان باید له هند سره له رقابت او دوښمنۍ لاس واخلي، ځکه چې دا تګلاره نور کار نه ورکوي بلکې د پاکستان په تاوان ده.

د یادونې ده چې حسین حقاني یو څو ورځې مخکې هم امریکي ته خبرداری ورکړی و، چې پاکستان ته باید وسلې ورنکړي، ځکه همدا وسلې به یووخت د پاکستان لخوا د هند او بلوڅو پر ضد وکاریږي.

 

تبصره وليکئ