په سعودي عربستان کې یو کمپ د ۳ میلیونو انسانانو لپاره ځای لري

په سعودی عربستان کې یو کمپ د درې میلیونو انسانان لپاره ځای لري. دا کمپ چې د کال ۳۶۰ ورځې خالي وي د غربي شېخانو لخوا د جګړه‌ځپلو کډوالو پر مخ بند دی.

په مٍنه کې په عصري وسایلو مجهزې یو لک خېمې په ۲۰‌کیلومتر مربع ځمکه کې ځای په ځای دي. دا خېمې د فایبر له ښیښو جوړې شوي او په نوې ټکنالوژۍ سمبالې دي چې له برېښنا هم برخمنې دي او دننه هوا یې په اوړي کې هم معتدله وي. د پرتلې له مخې دغه کمپ په اروپا کې د مهاجرو تر کمپونو څو چنده زیات مجهز او عصري دی.

1142637_1_RTR490HH

دا د خېمو ښار د حاجیانو لپاره جوړ شوی دی. سره له دې چې دغه مجهز کمپ د کال ۳۶۰ ورځې خالي پروت وي خو د سوریايي او عراقي جنګ‌ځپلو کډوالو پر مخ بند دی.

د عفوې نړیوال سازمان (Amnesty International) وايي چې ۶ بډایه خلیجي هېوادونه د سوریې یا عراق هېڅ مهاجر خپلو هېوادونو کې نه پرېږدي.
تر اوسه له جنګ ځپلو هېوادونو سره د دغو ۶ هېوادونو ټوله مرسته ۹۰۰ میلیونو یورو ته رسي چې بلې خوا ته انګلستان په یوازې ځان ۱۲۰۰ میلیونه او امریکا ۵ میلیارده مرسته کړې.

تبصره وليکئ