پوتین؛ د افغانستان امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی

د اسپوتنیک خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې جمهور ریس ولادیمیر پوتین د جمعي امنیتي سازمان په سرمشریزې ته ویلي؛ مسکو د افغانستان د امنیتي وضعیت د خرابېدو په تړاو اندېښنه لري او په دغه هېواد کې ناټو تړون نظامي حضور هېڅ لاسته راوړنه ندرلوده.

دغه سرمشریزه د سه شنبې په ورځ د تاجکستان په پایتخت دوشنبه کې جوړه شوې وه.

پوتین وویل؛ سوله ساتونکو ځواکونه اوږد مهال په افغانستان کې پاتې شول او ترننه یې یولړ مثبت اقدامات هم کړي اما ددوی کوښښونه په بشپړ ډول د افغانستان له امنیتي وضعیت سره مثبت مرسته ونکړای شوه.

د روسیې جمهور ریس پخپلو خبرو کې د سخت دریځو د فغالیتونو زیاتېدا ته اشاره وکړه ویې ویل: له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو سره طالبانو بېرته خپل پلونه ډک کړي دي.

څه مهال وړاندې هم د روسیې ولسمشر له پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي سره په لیدنه کې په افغانستان کې د طالبانو او داعش جنګیالیو د فعالیتونو په پراختیا اندېښنه ښکاره کړې وه.

 

تبصره وليکئ