یو هندي پلار د خپلی لور د داعشي کیدو په اړه استخبارات خبر کړي دي

د دهdownload (3)لي پوهنتون یوه هندوه پیغله چې له ۲۰ کالو یې عمر تیر دی، د داعش له ډلې سره یو ځای کیدو ته نږدې و ، چې پلار یې پرې خبر شو او د هند استخبارات یې له قضیې خبر کړل.

د نجلۍ پلار هندي استخباراتو ته ويلي: زه حیران یم چې ما خپله لور استرالیا ته د لوړو زده کړو لپاره لېږلې وه خو چې کله بیرته راغله، ماته معلومه شوه، چې لور مې هغه پخوانۍ نده پاتې. 

دی وايي لور یې د انټرنیټ له لارې  د اسلامي دولت له ډلې سره نږدې شوې ده. 

 

هندي رسنی لیکي: پلار یې د هېواد له استخباراتو غوښتي چې بېرته عادي حالت ته د لور په راستنولو کې ورسره مرسته وکړي. هندي ویبپاڼه انډین ایکسپریس زیاتوي، د نجلۍ پلار یو ستر پوځي افسر تیر شوي دی او پټه یې دا موندلې چې لور یې له داعش وسله والو سره دوه میاشتې مخکې پټې اړيکې نیولې دي.

هندي استخبارات زیاتوی چې دوی ته داسې مالومات په لاس ورغلی ، چې نجلۍ د داعشي کړیو لخوا د سوریې په جنګ کې د برخه اخیستو لپاره له ذهني اړخه  رزول شوې ده.

د پام وړ داده چې دداعش د سیستم له مخې دا هندۍ محصله به له استرالیا څخه سوریې ته استول کېده او هلته به د اسد د رژیم پرضد جګړه کوله.

دغه راز هندي استخباراتو راپور ورکړی،  هغه لس ځوانان چې له دوبۍ څخه سوریې ته استول کیدل او نیولی شوي، ټول یې  د انټرنیټ له لارې روزل شوي او جګړې ته چمتو کړل شوي وو. ویل کېږي هلکانو له هغو ځوانانو سره انټرنیټي اړیکي درلود چې د داعش تر سیوري لاندې راغلی وو.

په اوس وخت کې اسټرالیا د مسلمانانو د نفوس ۲.۲ برخه جوړوی خو  داسې ښکاری چې د داعش پروژې ته د خلکو ور ماتیدل به په ډېرو  هېوادونو کې مسلمانانو وګړو ته ستونزې پیدا کړي.

دم ګړۍ د داعش په جنګ کې ۷۰ اسټرالیايي وګړي برخه لري او دوی په اسټرالیا کې د ۱۰۰ داعشی رزوونکو له لورې رزول شوي دي.

په وروستیو  کې جرمني هم د رفیق محمد یوسف په نوم ۴۱ کلن عرب چې دداعش غړی و، په ډزو وواژه. نوموړی د عراقي صدر اعظم عیاد علوي په ترور  هم تورن دي خو د ترورو  په جرمني کې هغه وخت شنډ کړای شو چې د جرمني استخبارات ورباندې خبر شول.

شنوونکي وايي داسې ښکاری چې مسلمانان به په اروپا کې هم د مذهبي سخت دریځۍ له امله سوکاله ژوند ونکړای شي.

 

 

 

تبصره وليکئ