یو ډالر ۱۵۱ کلدارې شو

یو ډالر ۱۵۱ کلدارې شو

پاکستان کې کلدارو د ډالرو پر وړاندې په بېساري ډول خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.

 

پاکستانیو رسنیو ویلي: نن په دغه هېواد کې یو امریکايي ډالر په ۱۵۱ کلدارو تبادله کېږي.

 

د ډالرو پر وړاندې د پاکستانۍ کلدارو د ارزښت ټیتېدو دغه هېواد له مالي کړکېچ سره مخ کړی دی او چارواکي يې سخت اندېښمن کړي دي.

 

پاکستان کې اقتصادي شنونکي په دې باور دي، که کلدارې خپل ارزښت همدسې له لاسه ورکړي، دغه هېواد به له لا نور زیات اقتصادي او مالي ستونزو سره مخ او د کلداره به د ډالرو پر وړاندې ۲۰۰ ته پورته شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.