ګواتیمالا کې ځمکه ښویېدلې

د ګواتیمالا په پلازمېنه کې د ځمکې د ښویېدو له امله لسګونه کسان وژل شوي او سلګونه نور لادرکه دي. مرستندویو د لادرکه شویو خلکو په لټه کې هیله له لاسه ورکړې.

ګواتیمالا کې ځمکه ښویېدلېد ګواتیمالاسیټي په کمبري کلي کې تر اوسه د ماشومانو په شمول ۸۶ کسانو مړي له خاورو راویستل شوي او د نورو مړو لټون جریان لري. مرستندویه دلې تخمین کوي چې ۶۰۰ تنه به د خاورو لاندې وي.

د پنجشنبې په ورځ دغې رامنځته شوې خمک‌‌ښویېدنې ۱۲۵ کورنه ویجاړ کړي. څه نا څه ۱۸۰۰ تنه مرسته کوونکي او داوطلبه کسان په دې هڅه کې دي چې احتمالي ژوندي کسان پیدا کړي او ویې ژغوري. لېکن سرخیو کاباناس، د داوطلبه مرستندویو راټولوونکی وايي، دا له احتماله لرې ښکاري چې تر خاورو لاندې دې لا هم څوک ژوندي پاتې وي.

تبصره وليکئ