اسراييل اندېښنه لري چې حزب الله به روسي وسلو ته لاسرسی پيدا کړي

پوتين او د اسرائيلو ولسمشرد سوريې په داخلي جنگ کې د بشار اسد په ملاتړ د روسيې نظامي حضور نتنياهو اړ کړ چې مسکو ته سفر وکړي. اسراييل اندېښنه لري چې سوريې ته د روسيې لېږدېدونکې وسلې چېرې د لبنان د حزب الله لاس ته ورنشي.

بنيامين نتنياهو، د اسراييلو لومړي وزير، د يکشنبې په ورځ د روسيې له جمهور رييس، ولاديمير پوتين سره په مسکو کې وليدل. پوتين سره تر خبرو اترو مخکې نتنياهو خبريالانو ته وويل چې:

“د دوو وسله والو ځواکونو تر منځ د هر راز غلط فهمۍ د مخنيوي لپاره اړينه وه چې دلته راشم او خپل دريځ څرگند کړ”

مسکو ته په دغې سفر کې له بنيامين نتنياهو سره د اسراييلو د پوځ لوی درستيز او د اسراييلو د امنيت رييس ملگري وو. فرانسوي خبرپاڼه ليکي چې په دغې سفر کې له نتنياهو سره د اسراييلو د دوو مهمو امنيتي مشرانو ملتيا دا ښيي چې اسراييل په سوريه کې د روسانو له نظامي حضوره اندېښنه لري.

نتنياهو پر دې خبره ټينگار وکړ چې د ټولو هغو پرمختللو وسلو مخنيوی به کوي چې د سوريې او يا ايران له لارې حزب الله ته ورکول کېږي. د هغه په وينا “د حزب الله لاس ته د هر راز پرمختللې سلاح وررسېدل د اسراييلو په خلاف يو گام دی.” نتنياهو. ياته کړه چې د سوريې او ايران پوځونو په پلان کې لرل چې د جولان په لوړو کې د اسراييلو په خلاف دويمه جبهه جوړه کړي.

د روسيې جمهور رييس ولاديمير پوتين د نتنياهو د اندېښنو په ځواب کې وويل چې په منځنۍ اسيا کې د روسيې ټول اقدامات مسئولانه دي او مسئولانه به وي. پوتين د اسراييلو د لومړي وزير لخوت مطرح شوې اندېښنې له حده زياتې وبللې او زياته يې کړه چې:

“موږ خبر يو چې د سوريې پوځ او خپله سوريه په داسې حال کې نه ده چې د چا په خلاف دې جلا جبهه جوړه کړي. هغوی په دې هڅه کې دي چې خپل حاکميت وساتي.”

د اسراييلو رسنيو ليکلي چې مسکو ته د نتنياهو د سفر يو دليل دا هم دی چې په سيمه کې د اسراييلي او روسي جنگي الوتکو د مستقيم ټکر مخه ونيسي.

د سوريې د کړکېچ له پيل سره سم، په دې اړه راپورونه راتلل چې اسراييلي جنگي الوتکو د وسلو په هغو کاروانونو بمبار کړی چې د سوريې لخوا حزب الله ته استول کېدل. خو د اسراييلو دولت کله هم دا خبره رد يا تاييد کړې نه ده.

په طرطوس کې د ۱۷۰۰ روسي پوځيانو ځای په ځای کېدل

روسي ورځپاڼې (کومرسانت) د دوشنبې په ورځ ولیکل، روسیه همدا شېبه ۱۷۰۰ نظامي متخصصین د سوریې په شمال غربي‌بندر ، د طرطوس کې لري. دغې ورځپاڼې د خپل خبر سرچینه د دغو روسي کښتیو چلوونکي ښودلي.

دا خبر تر اوسه د کومې خپلواکې سرچینې لخوا نه دی تائید شوی. امریکايي مقاماتو په تېرو ورځو کې خبر ورکړ چې روسي سرتېري، توپخانې او جنګي الوتکې د سوریې په شمال شرق کې حضور لري.

خو روسي مقاماتو په سوریه کې یوازې د روسي مشاورانو حضور منلی دی چې د شمېر په اړه یې هم څه نه دي ویل شوي.

په طرطوس کې د ۱۷۰۰ روسي پوځيانو ځای په ځای کېدلد (کومرسانت) د راپور پر بنسټ، روسیې سوریې ته د هغو جنګي الوتکو د ورکړې پر قراردادونو بیا غور کړی چې مخکې یې ځنډولی و. دغه سرچینه د ځینو روسي پوځیانو له خولې چې نوم یې نه اخلي لیکي: روسیه به تر ۲۰۱۷ کاله پورې سوریې ته (مېګ ۲۰) ډوله ۱۲ جنګي الوتکې ورکړي.

سوریه به په همدا راز (یاک‌ـ۱۳۰) ډوله روزنیزې نظامي الوتکې له روسیې څخه ترلاسه کړي. روسیې په ۲۰۱۳ کال کې سوریې ته د ۱۲ (مېګ‌۲۹) ډوله او ۳۶ (یاک‌ـ۱۳۰) تیارو ورکړه ځڼدولې وه چې سوریې یې پیسې نه وې ورکړې.

دا ورځپاڼه نه وايي چې سوریې ته د جنګي الوتکو د ورکړې ترشا د مسکو موخې څه دي خو که دا موخې هر څه وي د بشار اسد ناوړه اقتصادي حالت ښيي. شننونکي وايي چې روسیه سوریې لپاره د غرب د پالیسۍ له خلا څخه ګټه اخلي او کوښښ کوي حالات په خپله ګټه او د خپل حمایت لاندې رژیم په مشرۍ تمام کړي.

تبصره وليکئ