د محور کور پاڼه
د تازه خبرونو، تحليلونو او مطالبو يوازينۍ مرجع
-
سیګار: له نیمایی ډېرافغانان په ورځ کې له یوه ډالر لږ عاید لريسیګر وايي : د افغانستان بې وزله خلک په منځنې توګه په کال کې اته ډالر د روغتیا په برخه کې لګوي. څلور لسیزو جګړو د افغانستان خلک په ظالمانه توګه زیانمن کړي.
-
طالبانو په ننګرهار کې د ۳۱ روغتیایي مرکزونو دروازې وتړلې( د ننګرهار په ډېرو ولسوالیوکې روغتیايي خدمتونه د (AADA) په نوم یوې قراردادي انجیو ته ورکړل شوي، چې په نشت حساب دي او دوی یې ځکه دروازې تړلي چې خلک د روغتیايي مرکزونو په نوم تشو ودانیو ته پر ورتګ تکلیف ونه ګالي).
-
ولسمشر: که په کابل کې اړتیا پیدا شوه، ځانګړو قطعاتو ته د عملیاتو امر کومحکومت له زورواکانو او غیر مسوولو وسله والو سره په مبارزه کې جدي دی او د اړتیا پرمهال به د دوی پر ضد د قوې د استعمال او عملیاتو دستورورکړي، ځکه چې د ولس حوصله پای ته رسېدلې.
-
په زابل کې واورې لاره بنده کړې، خو حکومت یې غم نه خوريد زابل د ولایتي شورا ریيس عطاجان حق بیان هم د خلکو ستونزي او د لويې لاري د بندیدل مني. هغه وايي د زابل محلي اداره د لارې د خلاصون هڅه کوي، خو د مرکزي حکومت څخه شکایت کوي چې د دې لاري د خلاصون په اړه يې څو ځله اړوند مسؤلینو ته ویلي خو هیچا يې مرسته نده کړې .
بلوچستان کې واورې او بارانونو د نولسو تنو ژوند اخیستی
ليکوال:محور
محور،سه شنبه، د مرغومي۲۴مه
په بلوچستان کې له تېرو دریېو ورځو راهیسي د واورو او بارانونو له امله په رامنځته شویو پېښو کې ۱۹ تنه مړه شوي او شاوخوا ۱۳ نور ټپيان دي.
د بلوچستان چارواکو په څو پېښو کې د مرګ ژوبلې اوښتل مني او وايي د طبعي پېښو له امله په ژوب کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹، په پشین کې ۳(بشپړه ليکنه)
په ایران کې د حکومت ضد اعتراضونه دوام لري
ليکوال:محور
محور، سه شنبه، د مرغومي ۲۴ مه
په ایران کې نن پرلپسې درېیمه ورځ د حکومت ضد اعتراضونه دوام لري.
اعتراض کونکي په دې په غوسه دي چې ایراني چارواکو د اوکراینې الوتکې د راغورځېدو د پېښې په اړه سم کار نه دی کړی.
د راپورونو له مخې د ایران په پلازمینه تهران کې د شریف ټکنالوژۍ او د امیرکبیر په پوهنتونونو کې(بشپړه ليکنه)
هندي سرتیری په واورو کې پاکستان ته ښويېدلی
ليکوال:محور
محور؛ دوشنبه، د مرغومي ۲۳مه
د هند او پاکستان په پوله کې یو هندي سرتیری په واورو کې تر ښوییدو وروسته پاکستان ته اوښتی دی.
دغه هندي سرتیری چې راجندرا سینګ نیګي نومیږي د جنورۍ په اتمه نیټه د جمو او کشمیر ګلمرګ سیمه کې د دندې پرمهال له دې پيښې سره مخ شوی دی.
د نیګي کورنۍ د هندو له حکومته غوښتي چې هغه(بشپړه ليکنه)
په پاکستان کې یوې محکمې د پرویز مشرف د اعدام حکم لغوه کړ
ليکوال:محور
محور، دوشنبه، د مرغومي ۲۳مه
د پاکستان په لاهور ښار کې عالي محکمې د دوشنبې په ورځ په خپلې پرېکړې کې د پاکستان د پخواني ولسمشر پرویز مشرف پر ضد جوړه شوې ځانګړې محکمه د پاکستان د اساسي قانون خلاف وبلله او د هغه پر ضد یې د دغې محکمې پرېکړه لغوه اعلان کړه.
د حکومت یو څارنوال اشتیاق خان د فرانسې خبر(بشپړه ليکنه)
درېیو اروپايي هیوادونو له ایران غوښتي چې اټومي تړون ته ژمن پاتي شي
ليکوال:محور
محور، دوشنبه، د مرغومي ۲۳مه
دریېو اروپایي هېوادونو پر ایران غږ کړی دی چې باید اټومي تړون ته ژمن پاتې شي. د فرانسې ولسمشر ایمانول مکرون، د المان او بریټانیا لومړیو وزیرانو ایران ته خبرداری ورکړی چې هغه تړون ته ژمن پاتې شي چې په ۲۰۱۵ کال کې یې په ویانا کې له ځواکمنو هېوادونو سره کړی و. همدا راز ویل(بشپړه ليکنه)
شاهين: ډېر ژر به د امریکا او طالبانو د هوکړې د لاسليک نېټه وټاکل شي
ليکوال:محور
محور: جمعه، د مرغومي ۲۰ مه
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې د لاسلیکولو نېټه به په نژدې راتلونکې کې وټاکل شي.
ښاغلي شاهین نن روسیې له خبري اژانس تاس سره په مرکه کې ویلي، که څه هم تراوسه څرګنده نه ده، خو دی تمه لري چې د موافقې لاسلیکولو نېټه (بشپړه ليکنه)
د ملاننګیالي وژنه، د امریکا او ایران له لانجې سره تړاو لري
ليکوال:محور
محور: پنجشنبه، د مرغومي ۱۹مه
ملا ننګیالی له خپلو پنځلسو ساتونکو سره د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې په یوه هوایي برید کې ووژل شو. هغه له طالبانو د جلا شوې ډلې مهم قوماندان وو چې له دولت سره یې هم همکاري درلوده.د هرات د ولایتي شورا مرستیال توریالی طاهري وايي د هرات د شینډنډ په زیرکوه ولسوالې کې د غوڅ (بشپړه ليکنه)
ځینې وکیلان: په ملي بودجه کې انډول نشته
ليکوال:محور
محور: چهارشنبه، د مرغومي ۱۸مه
د ولسي جرګې یو شمیر غړو د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بودجې په سند نیوکې وکړې. دوی وايي په دغه سند کې د سیمو ترمنځ انډول په پام کې نه دی نیول شوی. که څه هم د ۱۳۹۹ مالي کال طرحه ولسي جرګې ته لیږل شوی او اړوند کمېسیون په دې برخه کې څېړنې پیل کړي دي، خوتراوسه د ولسي جرګې په اجن(بشپړه ليکنه)
په افغانستان کې د امریکا په تاسیساتو د ایران د برید احتمال لږ دی
ليکوال:محور
محور: چهارشنه، د مرغومي ۱۸مه
امریکایی دپلوماتان وايي که د امریکا او ایران جګړه پيل شي واشنګتن په افغانستان کې قوي حضور ته اړتیا لري او دا له طالبانو سره د سولې د خبرو د پای ته رسیدو په مانان دي. د افغانستان د سولې په اړه د امریکا متحده ایالاتو پخوانی استازی ریچارد اولسون وايي په افغانستان کې د ام(بشپړه ليکنه)
د بغلان د حج او اوقافو ریاست وايي شرعي حدود او قصاص باید عملي شي
ليکوال:محور
محور: چهارشنبه، د مرغومي ۱۸مه
د بغلان د حج او اوقافو رییس وايی ترهغه چې شرعي حدود او قصاص تطبیق نه شي د امنیت او آرامۍ راتلل ناشوني دي. په بغلان کې د اساسي قانون اونۍ ولمانځل شوه. په دغه مراسمو کې د بغلان د حج او اوقافو رییس نقیب الله سجاد وايي د اساسي قانون او شرعي حدودو نه پلی کیدل په هیواد کې (بشپړه ليکنه)
هندوستان ټایمز: پاکستاني جنرالان ولې د ترهګرۍ په تور نه وژل کېږي؟
ليکوال:محور
محور؛ یکشنبه، د مرغومي، ۱۵ مه
هندوستان ټایمز ورځپاڼې پخپل یوه تحلیلي راپور کې په عراق کې د سپاه قدس د مشر قاسم سلیماني تر وژنې وروسته د سیمې له امنیتي وضعیت سره د امریکا د چلند په اړه لیکنه کړې او پوښتلي یې دي، چې که قاسم سلیماني د ترهګرۍ په تړاو د امریکا له لوري په نښه کېږي، نو پاکستاني جنرالان ول(بشپړه ليکنه)
سرور دانش: ﺩ ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﺍﺳﺎﺳﻲ ﻗﺎﻧﻮﻥ ﺑﯿﺎ ﮐﺘﻨﯥ ﺗﻪ ﺍړﺗﯿﺎ ﻟﺮﻱ .
ليکوال:محور
محور؛ شنبه، د مرغومي ۱۴ مه
ﺩ ﻭﻟﺴﻤﺸﺮ ﺩﻭﯾﻢ ﻣﺮﺳﺘﯿﺎﻝ ﺳﺮﻭﺭ ﺩﺍﻧﺶ وایي اوسنی اساسي قانون ﺩ ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﭘﻪ ﺗﺎﺭﯾﺦ ﮐﯥ ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ ﻏﻮﺭﻩ ﺍﺳﺎﺳﻲ ﻗﺎﻧﻮﻥ دی' ﺧﻮ ټﯿﻨګﺎﺭ ﮐﻮﻱ، ﭼﯥ ﺩﻏﻪ ﻗﺎﻧﻮﻥ ﺑﺎﯾﺪ ﻟﻪ ﺳﺮﻩ ﻭﮐﺘﻞ ﺷﻲ .
ښﺎﻏﻠﯽ ﺩﺍﻧﺶ ﻭﺍﯾﻲ، ﭼﯥ ﺩ ﺍﺳﺎﺳﻲ ﻗﺎﻧﻮﻥ ﺩ ﺗﺼﻮﯾﺐ ﭘﺮ ﻣﻬﺎﻝ ﺩ ﺭﺍﺗﻠﻮﻧﮑﻲ ﺷﺮﺍﯾﻄﻮ ﭘﻪ ﺍړﻩ ﺧﻮﺷﺒﯿﻨﺎﻧﻪ ﺑﺎﻭﺭﻭﻧﻪ ﻣﻮﺟﻮﺩ ﻭﻩ ﺧﻮ ﺍﻭﺱ ﺩ ﺍﺟ(بشپړه ليکنه)
یوناما: شونې نه ده چې د قطر خبرې دې سوله راولي
ليکوال:محور
محور: پنجشنبه، د مرغومي۱۲مه
ملګري ملتونه وايي په قطر کې د طالبانو او امریکا د سولې خبرې په افغانستان کې سولې ته د رسیدو یوازینی او وروستۍ لاره نده. دغه سازمان وايي چې په افغانستان کې د سولې ټينګښت لپاره په کار ده چې د سولې په خبرو کې ټول سیاسي او ټولنیزو اړخونه شامل شي.
د افغانستان د ستراتیژیکو م(بشپړه ليکنه)
د قیصاري د نیولو عملیات دوام لري
ليکوال:محور
محور: دوشنبه، د لیندۍ میاشتې ۲۵مه
د نظام الدین قیصاري د نیولو عملیات دوام لري، خولاهم نه دی نیول شوی. د امنیتی ځواکونو او نظام الدین قیصاري د وسله والو ترمنځ له اتلس ساعته نښتې وروسته اوس نښته دریدلی او د قیصاري د موندلو عملیات دوام لري.
تراوسه هم امنیتي ځواکونه د نظام الدین قیصاري د کور په شا(بشپړه ليکنه)