طالبانو خلک, ميرمنې او ماشومان له کورونو راايستلي چې له دوی سره په کاروانونو کې ولسواليو ته لاړ شي او په دې توګه د ملکي خلکو په سپر کولو سره ځانونه له کمينونو او مخامخ جګړې خوندي کړي.
Archive for month: سپتمبر 2015

افغان ځواکونه وايي کندوز کې په لوړ مورال پر مخ روان دي
طالبانو د کندز له هوايي ډګره په شاتګ کړی دی او د طالبانو د ادارې مرکز چهاردره هم د ناټو...

هواييځواکونو هغه موټر بمبار کړي چې د مليامنیت اسناد یې تښتول
د کندوز ولایت د چاردرې ولسوالۍ پرلاره امریکايي هوايي ځواکونو هغه دوه موټر بمبار کړياو له منځه وړي د ښار د ملي امنیت له دفتر یې غلا کړياسناد لېږدول. دغه موټرونه د طالبانو په لارښوونه چاردرې ته تلل چې نن مازیګر پنځه بچې ورباندې برید وشو.

آلمان کې یوه څېړنه ښيي چې بېکاري ارثي ده.
د بېکارو پلرونو ماشومان به تر ډېره په راتلونکي کې بېکاره وي. په آلمان کې د څېړونکو یوه ډله وايي...

د آلمان کابینې د پناهغوښتنې په قانون کې بدلون تصویب کړ
د آلمان کابینې د پناه غوښتنې په قانون کې بدلون تصویب کړ. د دې بدلون موخه د هغو لسګونو زرو...

داعش وسله والو د سرحدي پولیسو یو پیاوړی قوماندان وژلی دی
د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ د داعش جنګیالیو د برید په ترڅ کې ددغې ولسوالۍ د پولیسو قوماندان سردار ولي او ترلسو زیات ملګري یې وژلي دي. ۶۰۰ داعش جنګیالیو اول تېره شپه ۳ بجې په اچین سرحدي پوستو چې ډیورنډ کرښې ته څیرمه دي بریدونه وکړل، پوستې یې ونیوې او ټول پولیس یې حلال کړل.

په کندوز کې ځینې شخصي ملیشې د جنګ میدان ته ورګډې شوې دي
له کندوز نه ترلاسه شوي وروستي راپورونه وايي، چې ځینې شخصي ملیشې او محلي قوماندانان چې په پځوانیو تنظیمونو پورې تړاو لري له خپلو شخصي وسلو او وسله والو سره د کندوز په بېلابېلو سیمو کې د جګړې لپاره راوتلي او د افغان ځواکونو د پوځي قوماندې خلاف خپل سري عملیات کوي.

د تذکرو ادارې خپل یو زر کارکوونکي له دندو ګوښه کړل
د افغان تابعیت تذکرو ادارې نن د وروستي ځل لپاره د هغو ګڼ شمیر کارکوونکو د کاري برخلیک په اړه وروستۍ پریکړه وکړه، چې له تېرو شپږو میاشتو په یو مبهم حالت کې دندې ترسره کولې.یوازې د تنخواګانو د نشتون موضوع ددوی د ګوښه کولو لامل نشوه، ترڅنګ یې نورې ګڼې ستونزې وې، چې کارکوونکي له دندو لرې کړای شول.

داعش وسله والو پر اچین ولسوالۍ بیا برید کړی دی
ویل کېږي د برید کوونکو شمیر ۶۰۰ کسانو ته رسېږي او په یوه نیول شوې پوسته کې یې له پولیسو سرونه غوڅ کړي دي. دا د سرحدي پولیسو پوسته وه چې مشري یې سردار ولي کوله، سردار ولي هم په وژل شوو کې دی. د سیمې خلک اوس لګیا دي چې دولت فشار راوړي ترڅو دوی وکولای شي جسدونه ترلاسه کړي.

د کندوز د بیرته نیولو جګړه پیل شوه
افغان ځواکوونو نن سهار د کندوز ښار په څو استقامتونو کې د طالبانو پرضد جګړه پیل کړې او په ولایت د امنیې قوماندانۍ نوې ودانۍ یې بیرته نیولې ده. افغان ځواکونه د ښار په بېلابېلو برخو کې چریکي بریدونه کوي او د اما صیب لوري ته د قشلاق اسماعیل په ساحه کې یې د طالبانو یوه لویه ډله بمبار کړې ده.