په پکتیکا کې د والیبال په لوبه کې چاودنې ۹ کسان وژلي‌ دي

په پکتیکا کې د والیبال په لوبه کې چاودنې ۹ کسان وژلي‌ دي

پکتیکا ولایت په خیر کوټ ولسوالۍ کې د والیبال د فاینل لوبو پرمهال نن مازیګر چاودنې ۹ کسان وژلي او ۲۸ نور یې ټپیان کړي دي. له سیمې ترلاسه شوي راپورونه وايي، چاودېدونکي توکي په موټرسایکل کې ځای پرځای شوي وو خو ځینې عیني شاهدان وايي، چې موټرسایکل والا ځانمرګی برید وکړ.

افغان حکومت له چین غوښتي، چې پاکستان باندې د طالبانو په تړاو فشارونه زیات کړي

افغان حکومت له چین غوښتي، چې پاکستان باندې د طالبانو په تړاو فشارونه زیات کړي

چین تر اوسه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې ډېرې مرستې کړې دي او په دې وروستیو کې یې د سولې په بهیر کې هم د پام وړ همکاري درلوده. نوموړي وویل: " اوس‎ مهال له چین څخه زموږ غوښتنه دا ده چې پر پاکستان له خپل نفوذ څخه کار واخلي او د افغانستان د امنیت په ټینګښت کې همکاري وکړي".

داعش وسله والو په اچین کې پر امنیتي پوستو جګړه پیل کړې

داعش وسله والو په اچین کې پر امنیتي پوستو جګړه پیل کړې

د ننګرهار ولایت له اچین ولسوالۍ څخه راپورونه وايي، چې داعش وسله والو په یاده ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو نن له سهار راهیسې بریدونه پیل کړي او جګړه تر دم ګړۍ دوام لري.

المان، هند، جاپان او برازیل په امنیت شورا کې د ژورو بدلونونو غوښتنه کړې

المان، هند، جاپان او برازیل په امنیت شورا کې د ژورو بدلونونو غوښتنه کړې

له نیویارک نه خبري رسنۍ راپور ورکوي، چې د هند، برازیل، آلمان او جاپان مشرانو په امنیت شورا کې د اصلاحاتو په راوستو کې په پاتې راتلو سره د ملګرو ملتونو سازمان پړ ګڼلی او له دې اړخه یې ژوره اندېښنه په ډاګه کړې ده.

پوتین‌: یوازې د سوریې خلک د خپل راتلونکي مشر په اړه د پرېکړې حق لري.

پوتین‌: یوازې د سوریې خلک د خپل راتلونکي مشر په اړه د پرېکړې حق لري.

د روسیې ولسمشر وویل، د زور له لارې او هر بل اقدام چې د سوریې د قانوني دولت د نسکورولو په نیت اخستل کېږي کولای شي داسې ترینګلي شرايط رامنځ ته کړي چې د سیمې په نورو هېوادونو کې یې موږ ننداره کوو.