امریکايي چارواکو ویلي، په کندهار کې یې د القاعده یو لوی کمپ له منځه وړی دی.
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جان کمپبل واشنګټن پوست ته ویلي، دغه کمپ د افغانستان د ځانګړو ځواکونو او ناټو سرتیرو د شریکو عملیاتو په ترڅ کې له منځه یوړل شو.
