له ارګ څخه یو سرچينه وايي، د ملي امنیت ریس رحمت الله نبیل او د محلي ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر جیلاني پوپل له خپلو دندو استعفاوې کړې او ولسمشر غني هم دهغوی استعفاوې منلې دي.
Archive for month: نوومبر 2015

یوې الوتکې په بادغیس کې یاغیانو ته وسله کوزه کړې
د بادغیس د ولایتي شورا مشر محمد ناصر نظري وايي: الوتکه د بالامرغاب ولسوالۍ په چپ قول سیمه کې ناسته کړې، او یاده سیمه کې دداعش جنګیالي دي، چې اکثره یې چچیني، ازبک ، پاکستاني او عرب وګړي دي او داعش ته منسوب دي. نظري وايي، ځايي خلکو ددې الوتکې ناسته لیدلې.

ترکیه به له ناټو وشړل شي؟
د یونان، فرانسې او المان له دریځونو ښکاري، چې ناټو نه غواړي د ترکییې د کړنو لپاره ستراتیژیکه بیه پرېکړې او داسې اراده هم نه ښکاري چې د ناټو د یو سکه غړي په توګه دې د ترکیې ملاتړ وشي.

د دينکارو منافقت او ناکامي!
اخوان المسلمین د نړۍ د همدې سیمې په شان چې شرق، درېمه نړۍ یا اسلامي نړۍ بلل کېږي، له بدلونونو ډک تاریخ لري چې کله کله درد او شکنجه هم ورسره وو. وجه یې هم د دې سیمې متناقض وضعیت او هم د اخوان خپلې مفکورې وې. ځینې دا ډله د پرستش تر بریده ستايي او ځینې یې بد اېسوي.

نننی تروریزم د لویدیځ د مداخلو پایله
مداخلې زموږ د دوښمنانو د زیاتېدو سبب شوې. پر کلیو باندې هر برید، د بې پیلوټه الوتکې هر راکټ او په بهرنۍ خاوره باندې د ټوپک هر ډز د لودیځ پر ضد د خلکو جذبه را پارولې ده، کله چې دغه لویدیځ ضد جذبې په تاوتریخوالي باندې بدلې شوې، ځینو ټکان وخوړ، خو دا باید د دوی لپاره حیرانوونکې نه وای. د ځان د خوندیتوب لپاره د بریدکوونکي په ځواب کې په هغه باندې بېرته د برید کولو غریزه، تر انسانیت زړه پدیده ده.

داعش په بغلان ولایت کې جلب و جذب شروع کړی
د بغلان د ولایتي شورا یو غړی وایي، داعش د بغلان ولایت برکه ولسوالۍ په تنګه مورچ کې مرکز پرانستی او د جنګیالیو جلب و جذب کوي. داکترصفدر محسنی وايي، که دولت زر تر زره په بغلان کې ددې سخت دریځو پرضد جدي اقدام ونکړي ډېر زر به د بغلان حالات تر ننګرهار ترینګلي شي او داعش به په شمال کې ځاله وکړي.

مولانا فضل الله، د پاکستان په مرۍ کې هډوکی
ددې ترڅنګ د پاکستان د استخباراتي کړیو لخوا په دغه هیواد کې میشت البدر،حزب المجاهدین،لشکرطیبه،سپاه صحابه او په لسګونو نورو وسله والو ته په خلاص مټ د کار کولو اجازه ده چې له امله یې نه یوازې دغه عناصر له خلکو چندې اخلي بلکې ځوانان هم د جنګونو لپاره تربیه کوي. ښایي همدا لاملونه وي چې دیر ولسوالۍ ته د وړول شویو کسانو په جنازه کې په زرګونو ولسي خلکو ګډون وکړو.

ګندهارا (गांधार)- Gandhara )
ګندهارا چې په پخوانيو او زړو تاريخي او جغر افيايي متو نو کې یې نوم دو يهند په بڼه هم راغلی دی دمهاجانا پادا دواکمنۍ يوه لو يه او پر اخه سيمه وه چې په دغې لو يې او پر اخې سيمې له کو بها(کابله) راواخله د کوبها (کابل) دسيند دواړه خواوې چې کاپيسا، سروبي، لمپاکا (لغمان)، نونهارا (ننګرهار)، کونړ، پرو شاپور(پيښور)، سوات، تخت بايي، مردان، پشکلاوتي (چارسده)، اټک، پټوهار او د شمالي پنجاب او دکشمير ځينې بر خې هم پکې راځي.

د استاد ارواښاد پوهاند صدیق الله رښتین بابا ۱۶ تلین
رښتین باباچې دپښتو په پنځو ادبي ستورو کې یو نامتو او وتلی ستوری و په خپل ویاړلي ژوند کې پښتو ادب ته دقدر او ستاینې وړ خدمتونه کړي دي ،دی پوره لس کاله په کابل کې دپښتو ټولنې ( پښتو اکيډيمي ) مشر پاتې شوی دي .ده دخپلو سلګونوعلمي او تحقیقي کتابونو او مقالو په لیکلوسره پښتوادب ته ډیرڅه ورکړل.

كلتور – د هغې صحيح او غلط تعبيرونه
كلتور دنړيوال نظام او بشرى ژوند دتأمين او حفاظت په لار كى دانسان په ټولو سالمو فعاليتونو او دهغى دلاستنه راوړنو په ټولو پديدو دلالت كوى.دكلتور كلمه يوه له ډيرو مأنوس كلمو او مقولو څخه ده چى په بشرى ورځنيو مناسباتو، چارو او خبرو اترو كى ډيره استعماليږى.