د امريكا ځانګړى استازى وايي نوي كال په افغانستان كې له ډيرو ستونزو ډك كال دى خو امريكا په دغه هيواد كې ۹۸۰۰ سرتيري لري او د افغان ځواكونو د روزنې او تمويل په برخه كې همكاري كوي. هغه وايي امريكا به تر هغه پورې په افغانستان كې پاتې شي چې ورته اړتياوي.
Archive for month: جنوري 2016

افغان لوبډلې زيمبابوې ته ماتې وركړه
د دغې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او د توپوهنې بلنه یی سیالې لوبډلې ته ورکړه.زمبابوې په ټاکلو پنځوس اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۲۶۹ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یی د ۲۷۰ منډو هدف وركړ.

د دفاع وزارت د نيژدې پنځوس وسله والو د وژلو ادعا كړې
د ملي دفاع وزارت وايي په تيرو څلورويشتو ساعتونو كې د هيواد په بيلابيلو ولايتونو كې د افغان امنيتي ځواكونو په عملياتو كې څلور څلويښت وسله وال وژل شوي دي.

د سركاڼو د امنيې قوماندان او د استخباراتو مدير ووژل شول
په دغه چاودنه كې د سركاڼو ولسوالۍ د امنيې قوماندان حاجي ډاكټر، د استخباراتو مدير مبارك شاه له يوه پوليس سره وژل شوي او دوه پوليس ټپيان دي.

د ترکیې په اوبو کې لسګونه کډوال ډوب شوي دي
د ترکیې سمندري ساتونکو ویلي دغو کسانو غوښتل چې د يونان لسبوس ټاپو ته ولاړ شي. لسبوس يو له هغو ټاپو ګانو دی چې په لوی شمېر کډوال ورځي او له هغه ځايه بيا نورو اروپايي هېوادونو ته ځي.

په ډنډ غوري کې دولتي ځواکونو هیڅ پرمختګ نه دی کړی
جنرال مراد علي مراد وايی د ډنډ غوري په عملیاتو کې بهرني اتباع د دولتي ځواکونو پرضد جنګیږي. هغه وایی عملیات به پراختیا ومومي او تر هغه به دوام وکړي چې دا سیمه له طالبانو پاکه شي. نوموړی ټینګار کوي چې ژمی د طالبانو د ځپلو له پاره بهترین فرصت دی.

قربان حقجو وایی حکومتي مشران ناسالم رقابت کوي
د آیسا رییس وایی، دغه طرحه له پانګوالو او خصوصي سکتور سره په همغږي کې چمتو شوې او د کابینې له تایید وروسته به اجرا شي.هغه وایی حکومتي مشران «ولسمشر او اجرایی رییس» یوه خوله نه دي، لویو مهمو موضوعاتو ته فکر نه کوي او تراوسه دا کسان په خپل منځ کې اختلافات لري.»

راتلونکی کال به تاوتریخوالی زور واخلي
کارتر وایی : «مونږ انتظار لرو چې د جګړې دغه فصل کې افغان ځواکونه ترپخوا ډیر پیاوړي وی د هغه څه په پرتله چې تېر فصل کې وو. تېر فصل کې طالبان سخت وجنګیدل او افغان ځواکونه هم همداسې. شک نشته چې سخت جنګي موسم مخکې دی.

د نكاح خطونو ويش پيل شو
د ښځو چارو وزيره دلبر نظري وايي په محكمه كې د ثبت شويو نكاح خطونو په وركولو سره به د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي كچه راټيټه او د جبري ودونو، په بدو كې د ښځو د وركولو او بدل ودونو مخه ونيول شي.

د هلمند والي له طالبانو غوښتي چې نيولې سيمې پريږدي
د هلمند والي ميرزاخان رحيمي نن په لشكرګاه كې وويل د پوځي عملياتولپاره پوره چمتوالی لري خوکه وسله وال مخالفين په رښتيا هم د خلکولپاره کارکوي بايد د جګړې پرځای سولې ته غاړه کښيږدي. هغه وويل چې طالبان دې نيولې سيمې خوشې كړي.