عبدالله عبدالله د دې لوبې په پیل سره غواړي له اشرف غني او په تیره بیا پښتنو څخه خپل غچ په دې ډول واخلي ، خو هغه څه چې روښانه دي دادي چې زیان به یې د غزني خلک ګالي، غني او عبدالله هره ورځ سره نیژدې کیدای شي ، خو په غزني کې به پښتانه او تاجیکان هیڅکله نیژدي نه شي.
Archive for month: مارچ 2016

هلمند كې ملي اردو ته بې پيلوټه الوتكې وركړل شوې
په داسې حال كې چې د هلمند ډير اوسيدونكي دغه ولايت ته مركزي حكومت په نه پاملرنه تورنوي او وايي د هوا په توديدو سره به په دغه ولايت كې جګړې هم ګرمې شي او يو شمير سيمې چې لاهم ترګواښ لاندې دي د وسله والو لاس ته به ولويږي .

په مسكو كې له داعش سره د اړيكو په تور كسان نيول شوي
د ( ريانووستي) د رپوټ له مخې نيول شوي كسان د ازبكستان اتباع دي چې د تركيې په شمول يې د ډيرو هيوادونو د هويت جعلي اسناد هم درلودل، ويل كيږي له دغو كسانو سره د تركيې د موټر چلونې ليسنسونه هم نيول شوي او ځينو رسنيو بيا نيول شوي كسان د تركيې اتباع ښودلي دي.

په شينډنډ كې ګډ عمليات پاى ته ورسيدل
د ۲۰۷ ظفر قل اردو د اركان رييس جنرال رازمحمد اورياخيل وايي په دې عملياتو كې له لس كيلومترو ډيره سيمه له وسله والو پاكه شوه او په پام كې ده هغه اوه كيلومتره نوره سيمه هم ونيول شي چې په زيركوه سيمه كې تراوسه هم د ملاصمد په مشرۍ له وسله والو سره ده

د افغانستان قضايي ارګانونه په پيسو اخيستل كيداى شي
جان سپکو ویلي ده په افغانستان کې له یو شمیر زړورو قاضیانو او څارنوالو سره هم کار کړی دی، خو اوس هغوی یا وژل شوي او یا هم د امنیتي شرایطو د ترینګلتیا له کبله له هیواده وتلي دي.

په دولتي ادارو كې پنځه ويشت زره پستونه تش دي
د اداري اصلاحاتو د كميسيون رييس احمد مسعود توخى وايي ۲۵۵۸۴ پستونه په دولتي بنسټونو كې تش دي چې ډير يې د پوهنې او عامې روغتيا په وزارتونو كې دي . هغه وايي دا پستونه اعلان شوي هم دي .

غزني كې د نوي ښاروال په ملاتړ لاريون وشو
د دغه ولايت سلګونو اوسيدونكو د نوي ښاروال په ملاتړ لاريون وكړ. لاريون كوونكي وايي: ((له نوي ښاورال سره قومي تعصب روان دى، موږ همدغه ښاروال غواړو.))

فوزيې كوفي دوه تاجيكستانيان برمته كړي
خو يوه بله حكومتي سرچينه وايي چې دا كار فوزيې كوفي كړى او د خپل ورور د خوشي كولو په موخه يې دوه تاجيكستانيان نيولي دي. دا سرچينه وايي دا پيښه د خواهان ولسوالې په سفيد آب سيمه كې شوې ده.

سوريه كې روسيې پرمخ تللي توغندي ځاى پرځاى كړي
( سكندر_ام) راكتونه په نوييمه لسيزه كې په روسيه كې جوړ شوي او كولاى شي په ۵۰۰ كيلومترو كې هدف وولي.

له ګلبدين حكمتيار سره د سولې خبرې اتيا سلنه پرمخ تللې
هغه وايي : "تقریباً اویا تر اتیا فیصده خبرې له اسلامي حزب سره مخکې تللي دي، دوه درې مسئلې چې موجودې دي په بلې غونډه کې به ورباندې بحث وشي، هیله مندي زیاته ده چې له اسلامي حزب سره هوکړې ته ورسیږو."