امريكا په عراق كې پوځي هډې پرانيزي

امريكا په عراق كې پوځي هډې پرانيزي

د امريكا د بهرنيو چارو وزرات د دغه سفر موخه ې له عراقي مشرانو سره د امنیتي، اقتصادي او سیاسي ستونزو په اړه خبرې ښودلې دي. سرچينه وايي جان كري په دې يو ورځينې سفر کې د عراقي چارواکو سره خبرې وکړې او هغوی ته یې د عراق د حکومت څخه د امریکا د ملاتړ ډاډ ورکړى دى.

میرزاخان رحیمی هم له دندې ګوښه شو

میرزاخان رحیمی هم له دندې ګوښه شو

میرزاخان رحیمي چې د افغانستان د ملي امنیت په ریاست کې هم دنده ترسره کړې، د ۱۳۹۴ کال د غبرګولی په میاشت کې د محمد اشرف غني له خوا د هلمند د والي په توګه ټاکل شوی و. تراوسه لا د وردک ولایت لپاره نوی والي نه دی ټاکل شوی. تر دې مخکې محمد جان رسولیار چې د هلمند مرستیال والي وو له هغه وروسته د ملي امنیت شورا له دندې ګوښه کړ چې په دغه ولایت کې یې د اوسني حالت وړاندوینه کړې وه .

په پکتیکا کې څوارلس ملکیان وژل شوي

په پکتیکا کې څوارلس ملکیان وژل شوي

د پکتيکا د ولايتي شورا مرستيال نعمت الله بابری وايي" په دواړو بريدونو کې وژل شوي کسان د ګومل ولسوالۍ د مرڼې د سيمې ولسي خلک دي. د ګومل ولسوال هم منلې په نښه شوي کسان "د دوو قبيلو ترمنځ د يوې لانجې د حل په موخه له يوې سيمې څخه بلې ته پر لاره وو، چې هوايي بريدونه پرې شوي دي.

جان کري کابل ته راځي

جان کري کابل ته راځي

ویل کیږي چې جان کري به د افغانستان د سولې پروسې او یو لړ نورو موضوعاتو په اړه له افغان چارواکو سره خبرې وکړي او هغه ستونزې به حل کړي چې د ولسشمر او اجرایی رییس ترمنځ د ټاکنو ، سولې پروسې او جنګسالارانو د ګوښه کولو په برخه کې رامنځ ته شوي دي.

په هرات كې لاريون وشو

په هرات كې لاريون وشو

داكسان له هغه وروسته د ولايت د ودانې مخې ته راټول شوي وو چې تيره ورځ د شينډنډ ولسوالې يو قومي مشراو د سيمه ييزې شورا مرستيال محمد عارف طاهري چې په ( ګدامدار) مشهور و د نا پيژاندو وسله والو له خوا ووژل شو.

په لوګركې په غصب شوې ځمكه جوړ شوي كورونه ونړول شول

په لوګركې په غصب شوې ځمكه جوړ شوي كورونه ونړول شول

د والي وياند وايي لومړۍ محکمې یادې ځمکې او کورونه غیرې قانوني وبلل، د دویمې او دریمې محکمې لپاره ترې اړین اسناد او شواهد وغوښتل شول خو په ټاکلي وخت کې محکمې ته کوم اسناد او شواهد ونه رسېدل نو ځکه د لومړۍ محکمې پرېکړه وروستۍ وبلل شوه.

جنرال  دوستم امريكا ته ځي

جنرال دوستم امريكا ته ځي

بلخوا نا تاييدشوي رپوټونه وايي چې په دې سفر كې به د اوسني حكومت د احتمالي تغير په اړه هم خبرې وشي. په دې اړه ويل كيږي چې امريكا به له دوستم وغواړي چې استعفا وركړي او پرځاى به يې عبدالله عبدالله لومړى مرستيال او اجرايه رياست چې د افغانستان له اساسي قانون خلاف دى لغوه شي.