موږ هر یو تر حد زیات عاطفي یوو، په دې وطن ژوند او پیښو مو زړونه زهیر کړي دي، خو په مقاومت لکه پولاد دومره سخت شوي یوو.
Archive for month: مې 2017

مشرانو جرګې له امریکا د ناپیژنده الوتکو د کښېناستو وضاحت غوښتی
مشرانو جرګه وایي، بهرنۍ الوتکې د امریکا له اجازې پرته په افغانستان کې الوتنې نه شي کولای.

مودي په کابل کې ننی برید غندلی دی
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په کابل کې نننی برید غندلی دی. د هند لومړي وزیر نریندرا مودي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي، چې دوی په کابل کې نننی ترهګریز برید په کلکو ټکو غندي او هندیان د افغانانو تر څنګ ولاړ دي.

د نن په برید کې کارول شوي موټر د بهرني سفرت کارت درلود
په ننني برید کې کارول شوي ټانکر د یو بهرني سفارت کارت درلود او سیمې ته یې د تللو اجازه تر لاسه کړې وه.

په کابل ښار کې چاورنې درنه مرګ ژوبله اړولې ده
په کابل ښار کې نننۍ چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې ده. د راپورونو له مخې په برید کې تر ۳۰۰ ډيرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

امریکا په الوتکو کې د کمپیوټرونو لیږد رالیږد بند کړ
د امريکا د کورني امنيت وزير ويلي، ډير ژر به په الوتکو کې د لپ ټاپونو پر لېږدولو بنديز ولګوي.

دملي امنیت شورا د زبیر مسعود په اړه خپلې څرګندونې شریکې کړې
د ملي امنيت شورا له الجزيرې ټلويزيون سره د زبير مسعود تر خبرو وروسته، د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې زبير مسعود د ملي امنيت شورا سلاکار نه دی، او هغه خبرې چې نوموړي له الجزيرې سره کړې دی، د ده شخصي نظريات دي.

په افغانستان کې سلګونه دیني عالمان وژل شوي دي
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د دیني علماوو د وژنې په اړه یوه تفصیلي مطلب کې وايي چې د تېرو څو کلونو په اوږدو کې دیني علما هدف ګرځېدلي،

استرالیا په افغانستان کې خپل پوځیان زیاتوي
اسټراليا د ناټو او امريکا له غوښتنې سره سم افغانستان ته د ٣٠ نورو سرتېرو د لېږلو اعلان کړى دى.

سیمه، افغانستان او یو نامالومه راتلونکی
په هېواد کې د سیاسي او نا امن روان بهیر او په سیمه کې د نوو او زړو نیواکګرو رقابتونه مو په داسې یو کشمکش کې راګېروي چې د راتلونکي په اړه ویل راته خورا سختوي. د هېواد حالاتو، نامنۍ، بې روزګارۍ، د ولسي او نظامي مرګ ژوبلې ګراف ورځ تربلې لوړېدل مو اندېښنې لاپسې زیاتوي.